|
څومره ننداره یې درخسار وکړم
څومره یې وصلت ته انتظار وکړم
ماته خوشیبې په کلوو اوښتې
څومره یې په ورځو اعتبار وکړم
دا غنچه د ګلوپه ګلبڼ کې ده
څومره یې ستاینه د ګلزار وکړم
ماته خوناز که هم له ګل ښکاری
څومره یې په ټول صورت اقرار وکړم
ښکلې ښکلې سترګې هم شونډوته
څومره توصیفونه په ګفتار وکړم
زړه راځنې وړی طلایي زلفو
کله به یې لوبې په هر تار وکړم |