|
ها،
زما ځواني!
لکه پېمانه کې شراب؛
چې د
ویالې په رګ کې لوی دریاب ته څاڅي
ها،
زما ځواني!
لکه وړوکې کتاب؛
د تاریخ
یوه کوچنې پاڼه کې
د آزادې څو شیبې موجونه وهي
ها،
زما ځواني!
لکه دلوی دریاب؛
په سر
دیو ځلانده ستوري
یوې شیبې رڼا ته بریښي
ها،
زما ځواني!
لکه د پېغلې د تاب؛
د هغې د لوی
انتظار
وړه لمحه ده،چې دیار لاره څاري
ها،
زما ځواني!
لکه زرین تناب؛
له لمر
څخه تر ځمکې پورې
تور دی د باروتو په تور لوګي
ها،
زما ځواني!
لکه د جنت رباب؛
چې پاکې
حورې ناڅي ورته
د هغې دنیا نغمې غږوي |