د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » مقالې » دقانون تفسير

  

 

 

 

محمدالله(علمي)ننګرهار

د قانون تفسير

 

سريزه:په تيره مقاله کې مودقانون په اړه لکه دقانون نشائت ،دقانون لنډه پيژندنه،دقانون ځانګړتياوي،اونورولوستل دقانون په دي ليکنه کې دتفسيرمانا اومفهوم، دقانون تفسيرلنډه پيژندنه،دقانون دتفسيرډولونه اوهمدي پوري اړوند نورمعلومات ولولى اوکه وخت،روغتيا،اوژوندراسره وفاوکړه نوهمدى سلسلى ته به همداسى دوام ورکړم اودقانون پوره پيژندني نور اړخونه هم دخپلي متري اووسي پوري په څرګنداوليکلې ډول دمقالي په شکل خپلودرنوهيوادوالو،دقانون اوحقوقومينوالو،محصلينواودمطبوعاتولوستوالومخي ته کيږدم خوبياهم انسان پوره نه دي که کومه نيمکړتياپه کې ويني نوراته يې په نښه کړي .

لومړي دتفسيرمانا اومطلب :- تفسيرته په انګريزي ژبه کې Commentary يا Interpretation  وايې مطلب تري ديوى کليمى څرګندول ،ښکاره کول ،په ډاګه کول ،تبصره کول،بحث پرى کول دي اوديوي کليمي مانا،مفهوم،مطلب وضاحت پيداکول دي .

دتفسيرکليمه يوه عربي کلمه ده اوتفسيرپه عربي ژبه کې  دکشف اووضاحت په مانا راغلى ده.

اوداکليمه دفسرنه لاسته راغلي او فسر ديو شي ديو لفط ښکاره کولو ته وايي او دهغه موضوع روښانولوته وائي اودتفسيرجمع تفاسيردي .

تفسيرديوخبري مانا بيانول ،ديوي خبري ياکلام مانا څرګندول ،واضيح کول ،ښکاره کول ،تشريح کول چې مونږ دتفسيرعلم په نوم يوبيل علم پيژنو.

 دتفسيرعلم:- هغه علم دي چې دقرآ ن عظيم الشان د آياتونواوداحاديثومانا بيانوي ،واضيح اوڅرګند وي  اودآياتونومفهوم اومانا مونږ ته روښانه اوتشريح کوي .

دويم دقانون تفسير:-دقانون تفسيرمانا اومفهوم يانې دقانون څرګندول ،واضيح کول ،روښانول دقانون تشريح اوبيانولوته وايې ،دقانون دتفسيرلپاره بايدقانوني سرچيني اومنابع په پام کې ونيول شي چې په دغومنابعواوسرچينوکې اجتماعي مصالح(ټولنيزي ښګيڼي) نغښتي وي ځکه چې قانون داجتماعي مصالحودپلي کولوپه خاطردټولني دپوهو،قانون اوحقوق پوهانواو دغوره نماينده ګانولخواجوړيږي چې تفسيربه يې هم دقانون پوهانودپوهي په اساس کولاى شى دقانون دتفسير لپاره بايددټولني سوکالى اوپرمختګ په پام کې ونيول شى اوهم دغه تفسيرکوږوالي اوارتجاعيت ونه لري .

  کله چي قانون جوړوونکي قانون جوړوي بايد هڅه وکړي چي قانون ډير واضح ،اسانه اوساده وي اوهمدارنګه تفسيريې هم دقانون ټول موادپه واضح شکل بيان او روښانه  کړي ترڅوتنفيذيه قوت دقانون په تطبيق کې  خطا نه شي اوددغه تفسيرپه اساس قضائې پريکړوکې  بې عدالتي رامنځته نه کړي اودملي مصالحو(ملي ښګيڼو) په خلاف نه وي .اسانه او ساده وي ترڅودهغه ټولني ټول وګړي دهغي پرموخه او مانا باندي پوه شي او قانون وپيژني لکه چي موږ پوهيږو قوانين په ټوليزډول پوره نه دي بلکه کله ناکله نيمګړتياوي او خلاوي لري چي دتطبيق په وخت رابرسيره اوراښکاره کيږي دغه نيمګړتياوي کله ناکله تفسير ته اړتيا پيدا کوي دتفسير څخه موخه دقانون اصلي او رښتيني مفکوره پيدا کول دي او دقانون توکو ( مادو ) ژوره مطالعه او زده کړه ده ترڅو دقانون دمتن ارى ( اصلي ) موخه معلومه شي پس ويلي شو چي دقانون تفسير دهغه ارونو او قواعدو روښانه کولواو تفسير کولوته وايې چي قانون ابهام ، نيمګړتياوي او خلاوي  له منځه وړي او دقانون تطبيق اولاري چاري اسانوي اوپه دي موخه چې په مسائلواو قضيو په ښه بڼه تطبيق شي نو دلته به ښه وي چي دتفسير دډولونو په پيژندنى سره دتفسيروونکو مراجع هم وپيژنوترڅو دقانون تفسيرپه ښه بڼه روښانه شي او بل داچي دقانون جوړوونکي رښتيني او اري ( اصلي ) موخه او نظر معلوم شي اود قانون په اړوند مسائلو باندي دعملي کولواو تطبيق توان پيداکړي او هغه خلاوي او نيمګړتياوي له منځه لاړي شي او هغه مراجعوته بايدپاملرنه وشي چي دقانون اصلي موخه دهغى څخه لاس ته راځي دقانون دتفسير کولو ډولونه په لاندي ډول په لنډه بڼه څيړو .

دريم : قانوني تفسير : داهغه تفسير دي چي دقانون دتصويب مرجع ( پارلمان ) له خوا ترسره کيږي په دي معنى چي  که يو قانوني متن ابهام او خلاوي ولري او يا له هغه څخه بيلابيل مفاهيم ترلاسه شي نو ددغه اوياله هغه څخه بيلابيل مفاهيم ترلاسه شي نوددغه ابهام اوخلادلرى کولواودهغه درښتيني مفهوم دترلاسه کولولپاره بايدهغه مرجع ته واستول شي چې هغه يې تصويب کړي دي دحقوقوپوهان ترنوروتفسيرونودغه ډول تفسيرته ښه اعتباروروکوي ځکه چې پارلمان دقانون جوړونکې ارګان په توګه دقانون له موخى اوهدف څخه ښه خبرو ي نودنوروپه پرتله به يې ښه تفسيرولې شي دي تفسيرته ځکه  قانوني تفسيروايې چې دقانوني مرجع ياپارلمان لخوا تفسيرکيږي اوديته تکميلي تفسيرهم وايې داډول تفسيرالزامي جنبه هم لري اوپه رسمي جريده کې خپريږي اوعيناً داصلي قانون اعتبارلري داتفسيرهم ګټي لري اوهم نيمګړتياوي لري .

ګټي :- ګټي يې دادي چې قانون دمقننه قوي (پارلمان) لخواتفسيرکيږي ،اوتفسيريې دقانون جوړونکې دارادي سره خلاف نه پيښيږي اوالزامي جنبه هم لري . 

نيمګړتيا:-نيمګړتيائي داده چي ددي تفسير نه تل استفاده نه کيږي داتفسيرډير وخت په برکې نيسي حال داچي قضائي ارګانونه ، دمسائلو دحل او پريکړو لپاره دقانون تفسيرته بيړني اړتيالري او دحکم جاري کول په کې ضروري وي او ځنډ په کې نه وي دساري په توګه يوه جزائي دعوه دغلا( سرقت ) ده اوپه دي جزائي دعوه کې دحکم صادرول نه ځنډ کيږي .

څلورم : شخصي تفسير :- دا هغه تفسير دي چي دحقوقپوهانو يا ددي علم دپوهانو له خوا ترسره کيږي  خو دي ډول تفسير ته ډير ارزښت نه ورکول کيږي ځکه چي ښائي د حقوق پوهان له خپلي شخصي روئي او ذوق سره سم له يوه واحد حقوقي مفهوم څخه ډول ډول تعبيرونه وکړي همدلته دي چي معمولاً دي ډول تفسير ته کله نا کله تعبير هم ويل کيږي دابايد څرګنده کړو چي دې ډول تفسير ته هېڅ رسميت نه ورکول کيږي او هېڅ مرجع دهغه پر تطبيقولو باندې ځان ملزم نه ګڼي  يعنې  داتفسير الزامي جنبه نه لري ځکه داتفسير نه قانوني تفسير دي او نه قضائي تفسير دي يعنې دقانون پوهانو او حقوقپوهانو له خوا په شخصي بڼه صورت نيسي او دقانون جوړوونکي

موخه روښانوي او په ناسيده ( غيرمستقيم ) ډول الزامي جنبه لري په هغه صورت کې  چي دقانون پوهانو ترمنځ دنظر يووالې موجود وي .

پنځم : قضائي تفسير : - دا ډول تفسير دقضائي ارګان صلاحيت دي په دې معنى  چي داړتيا په وخت قضاء دخپلو صلاحيتونو په حدودو کې دقانون دخلا په ډکولو پيل کوي په دې ډول تفسير کې قاضي دمسائلو دحل او پرېکړې لپاره دقانون دلاري تشريعي ارونو ( اصولو ) ته پاملرنه کوي .

دلته ديادوني وړ ده چي قضائي تفسير په ټاکلي دعوى کې اعتبار لري او نور قضات ددغه حکم يا تفسير په تطبيق الزاميت نه لري چي داپه خپله دقضائي خپلواکى څخه نماينده ګي کوي چي دا دقضاء له عمده صفتونو څخه ګڼل کيږي دا تفسير هم ګټي لري او هم نيمګړتياوي لري.

ګټي :- ددي تفسير ګټه داده چي دمسائلو دحل لپاره په چټک ( ژر ) ډول نسبت قانوني تفسير ته سرته رسيږي .

نيمګړتيا :- ددي تفسيرنيمګړتياداده کيدى شي دي تفسيرکې دقانون جوړونکي دارادي اودتفسيرترمنځ اختلاف منځ ته راشي په دي ډول دقانون جوړونکي دارادي څخه بهرقانون تفسيرشي چې داکاردقانون جوړونکي په کارونوکې لاس وهنه ده .

په ځينوهيوادونوکې دستري محکمي حکم په نورومحاکموباندي دتطبيق وړوي ددى کارښه والې دادي چې قضايې يووالې منځته راځي خويوه اساسي نيمګړتياهم لري اوهغه دادي چې دمحاکمواوقضاتودنوښت (ابتکار)اوازاديومخه نيسي .

دلته دايادونه اړينه ده چې داڅرګنده شي چې قضائې ارګان په دغوحالاتوکې په قانون کې لاس وهنه کولاى شي :

١-دقانون نيمګړتياپه صورت کې :-دقانون نيمګړتيا هغه حالت دي چې دحقوقي کارونواوحقوقي پيښودرامنځته کيدوپه صورت کې هغه ته ځواب ونه شي ويلاى .

٢-دقانون دچپ والي (سکوت)په صورت کې :- کله ناکله داسي پيښيږي چې دقانون متن په يوه ځانګړي پيښه کې څه نه دي ويلي نوپه داسي حالاتوکې قاضي ته په کارده چې دقوانينوپه عمومي روحيې،عرف ،اوعادات ،دوداودستورڅخه هغه ته دحل لاره پيداکړي .

٣-دقانون داجمال په صورت کې :-کله داسي هم پيښيږي چې دقانون متن(نص)په عبارتونوکې ښکاره کومه نيمکړتياونه لري خوپه هغه حکم نه شي کيداى نوددي لپاره قضا‌ء دقانون ددي نيمګړتيا دډکولولپاره اقدام کوي .

٤-دقوانينوديوي بلى نيمګړتياپه صورت کې :- که چيري ديوه قانون په متنونوکې بدلون وي يايوه موضوع په يوه قانون يوډول راغلي وي اوپه بل قانون کې  بل ډول راغلي وي دي ډول حالت ته دقوانينونيمګړتياوايې په داسي يوه حالت کې قضاء له قضائې کړنې څخه په ګټه اخيستوسره په قانون کې دلاس وهني حق پيداکوي .

 شپږم لفظي تفسير:-داهغه تفسيردي چې قاضي دقانون دروښانه کولولپاره دقانون دلفظ نه استفاده کوي اودقانون الفاظ روښانوي اوپه دي ډول تفسيرکې مفسردقانون لومړني کارونوته پام کوي اوپه ځينومسائيلوکې دوړاندينيوورته قوانينوڅخه استفاده کوي اودمسائيلودحل ځواب دقانون په متن کې لټوي اومفسردقانون دعبارت څخه بهرنه وځي په دي تفسيرکې هم ګتي شته اوهم نيمګړتيا.

ګټى:ګټى يې دادي چې مفسردقانون دمتن څخه بهرتفسيرنه کوي چې په دي اساس دقانون جوړونکي ځاى نه نيسي چې په پاى کې دمفسراوقانون جوړونکي ترمنځ اختلاف نه پيښيږي .

نيمګړتيا:-دي تفسير کې دوه نيمګړتيا شته دي .

١-په لفظي تفسيرکې قانون ډيرجامع اوپوره فرض شوي دي ليکن انساني قانون هيڅ کله پوره نه وي خودقانون جوړونکي نه کله کله يوه مسئله له يا ده ووځي نو وروسته له هغه څخه مونږ کولاى شو چې دقاضي څخه پوښتنه وکړواوهمداراز ځيني وخت قانون دقانون جوړونکي لپاره پوره نه وي

٢-که تل دلفظي تفسيرنه کارواخيستل شي نودحقوقودپرمختګ مخه به ونيول شي بلکه حقوق دپرمختګ وړدي بايدپرمختګ وکړي نوددي له پلوه ځيني خلک وايې چې لفظي تفسيريوازي کافي اوپوره نه دي .

اوم :قياسي تفسير:- لکه نوم څخه يې معلوميږي چې قاضي په هره بڼه په يوه موضوع کې دقانون حکم موجودنه وي په موضوع باندي ديوي بلي ورته(مشابه)لومړني موضوع حکم تطبيقوي په قياسي تفسيرکې قاضي بايددوه اړه (شرطه )په پام کې ونيسى .

١-ددوه موضوع ګانوترمنځ بايدپوره ورته والې (مشابهت)موجودوي .

٢-بايدپه هغه شکې(شبهي)موضوع کې دقانون ښکاره حکم موجودوي دساري په ډول دمخکنيو ماشين نه لرونکي کشتيودچلولولائيسنس اوداوسنيوماشيني کشتيودچلولولا ئيسنس لکه وړاندي چې بى لا يسنسه منع ؤه نواوس هم منع دي .

ځيني حقوق پوهان قياسي تفسيرمنع ګڼي لکه دحقوقوجزاء  پوهان چې ددي ډول تفسيرسره مخالفت کوي ياني ددي شتوالي شته چې قانون جوړونکي څه غوښتي وي دهغه دارادي څخه بهرووځي اودجرايمواوجزاګانودقانونيت پرنسيپ ته زيان ورسوي .

دکلاسيک مکتب پيروان وايې :چې قاضي خومقنن نه دي چې قانون تفسيروي ياني قاضي بايد جانشين دمقنن نه شي .

منتيسکو وايې :قاضي په حقيقت کې دمقنن ياقانون جوړونکي ژبه ده .

پوزوتوويست Positivist مکتب پوهان وايې :چې دقانون دتفسيرلپاره بايد دقياسي تفسيرنه هم استفاده وشى .

اتم ازادتفسير:-دي تفسيرکې مفسرهڅه کوي چې دقانون دعبارت څخه بهرووځي اومفسراړنه دي چې دقانون دمتن په دننه ياني داخل کې قانون تفسيرکړي دي تفسيرکي هم ددي لاري څخه کاراخلي چې مفسرنظرروکوي که مخکني قانون موجودوي نوده داقانون څرنګه وضع کړى واى ؟يامفسرهڅه ،کوښښ اوفکرکوي که په خپله مقنن وي نوده داقانون څرنګه په دي موضوع کې وضع کړى واى ؟

دي پوښتنوپه ځواب کې مفسر قانون تفسيروي دازادتفسيراولفظي تفسيرنيمګړتياوى اوګټي يودبل سرچپه (برعکس)دي يانى دازادتفسيرګټي دلفظي نيمګړتياوي اودازادتفسيرنيمګړتياوي اودلفظي تفسيرګټي سره سمون خوري . 

حقوق پوهان په ازادتفسيرکې ناوړه ګټواخيستوته اجازه نه ورکوي اولارښوونه کوي چې په جزايې قوانينو کې بايد دازادتفسيرڅخه استفاده ونه شي اوپه مدني قوانينوکې  په هغه صورت  دازادتفسيرڅخه بايدکارواخيستل شي چې دهغي موضوع حل په لفظي تفسيرکې پيدانه شي نوبيادازادتفسيرڅخه کاراخيستل کيږي .

 

نهم وړانديزونه :- په پاى کې بايد ووايم ښه قانون هغه دي  چې ټولنيزي ښګيڼي ،ملي ګټى اوملي ښګيڼي په ښه ډول تامين اوتثبيت کړي،دټولني لپاره تاوان راوګرځوي ،دټولني ټول اړخونه په خپله غيږه کې راونغاړي ،مونږبايدداسي معياري ،شفافه،ساده ،اسانه ،بسيط ،کره او پرمختللي قوانين خپلي ټولني ته وړاندي کړوچې دټولني ټول وګړي پري په اسانه پوه شي اوپه عمل کې يې پلي کړي،قانون بايدهغه څوک جوړکړي چې داسلامي شريعت ،قانون اوحقوقوپه برخه کې پوره اوکافي تجربه ولري ،دقانون اوحقوقومسلکي استادان اوپوهه اشخاص وي،دقانون دتفسيرولوپه برخه کې بايددپوره دقت پوهي څخه کارواخيستل شي . 

په افغانستان کې دقوانينودښه اومعياري تفسيرپه هيله

لسم اخځليکونه :

١-دحقوقوبنسټونه –پوهنياراستادنصرالله ستانيکزي – چاپ دافغانستان دکلتوري ودي ټولنه .

٢-مبادي حقوق – استادپوهنيارمحمد اصف ارزوننګرهارپوهنتون – حقوقوپوهنځي ١٣٧٧هـ

٣-حقوق جزائې عمومي لکچرنوټ – ډاکترحفيظ الله(دانش )ننګرهارپوهنتون _ حقوقوپوهنځي ١٣٧٧هـ

٤-دجزا قانون شرحه _ کليم الله خوښ ملکزي ختيځ دبيارغاوني کور١٣٧٨هـ

٥-دقوانينو په اړه ليکل شوي مقاله محمد الله (علمي)١٣٨٢هـ

٦-هيله دوه مياشتني خپرونه ١٣٨٠هـ  پنځمه ګڼه

٧-مبادى علوم قانونى جلددوم دوکتورمنعم بدراوى – درى ژباړه – محمد اکرم عبقري .

٨- دليکوال خپل ځاني شننه اويادښتونه .

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!