د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » مقالې » د مدني ټولنې رول او ونډه د افغانستان په امنیت...

  

ژباړه او ترتیبوونکی: ډاکټر عبداحکیم حبیبی

 د مدني ټولنې رول او ونډه د افغانستان په امنیت ټینګولو او پرمختیا کې

 

څرنګه چې مونږ او تاسو پر دی ډیر ښه پوه شوی یو چې هر هیواد چې یو قوي مرکزی حکومت ونلري نو هغه هیواد نشي کولای چې د قانون د هغه هیواد په لرو پرتو سیموکې نا فذ کړي نو په همدې خاطر د افغانستان لپاره هم یو قوي مرکزي حکومت ډیر زیات ضروری دی.که څه هم د رسمي سیاسي انتطاماتو د تاسیس لپاره اړتیا ډیره زیاته لیدل کیږي خو که مونږ د مدني ټولنې ونډه او رول هیر کړو دا به ډیر خطرناکه وي  ځکه چې مدني ټولنه او ډ یموکراسی لازم او ملزوم دي او همدارنګه د مدني ټولنې ته وده ورکول او د هغې څخه حمایت د ملت جوړونې لپاره یو اساسي ګام بلل کیږي.د ملت جوړونې لپاره د امنیت ټینګښت، د عدالتي نظام او سیستم تاسیس، د یو اغیزمن او مرسته کوونکي چاپيریال شتون نه یواځې د یوه اقتصادي نظام د ودې او رشد لپاره اړین بلل کیږي بلکه د یوې ډیموکراتیکې ټولنې لپاره وړتیا پیدا کول دي.که مونږ په تاوتریخوالي باندی یو نظر واچوو نو مونږ دی نتیجی ته به ورسیږو چې تاوتریخوالی د واک په نا مساوی ډول ویش، غربت، د خلکو اساسی او بنسټیزو حقونو ته په درست ډول لاس رسۍ نه درلودل او د طبعي سرچینو په سمه توګه خلکو ته نه توضیع کول چې په نتیجه کې د خلکو کرکه او نفرت له دولت څخه نوره هم زیاتیږي.

دا به څومره د باور وړ خبره وي چې موجوده دولت وکولای شي چې پورته ستونزو ته او بی عدالتۍ او عدم مساواتو ته په یواځې ځان ځواب ووایی. موجوده حکومت په هوډ سره تاسیس شوې ترڅو پورته ستونزو سره په اغېزمن  ډول معامله وکړي او ځواب ووایي مګر له بده مرغه د پوره وړتیا د نه درلودلو په وجه نشي کولای چې د تاوتریخوالي او شخړو اساسي عوامل پیداکړي او هغی ته د حل لاره پیداکړي. موجوده شخړه به د موجوده ادارو په واسطه تر یوه حده کنټرول شي مګر په مکمل شکل به حل نشی. د هیواد په زیاتوبرخو کې خلک د موجوده دولت څخه ورځ په ورځ جدا کیږي او کرکه او نفرت زیاتیږي مګر دولت دخلکو ټولنیزو او افتصادی مشکلاتو او ستونزې نشی حل کولای او همدارنګه په زیاتو مواردو کې د ټولنې اړیکې او مدني ژوند یا خو شتون نلري او یا هم په وړو پارچو ویشل شویدي دا چې  مدني  ټولنه شتون ونلري او یا هم فعاله نه وي دا د یوه ظالم دولت ښکارندوی دي.نادولتی مؤسسې ،مدني ټولنې او نور  اورګانونه د دولت لپاره ی ښه ملګري کیدا ی شي او نړیواله ټولنه د هیواد په تل پاتی سولی او د اقتصادی ودې په راوستلو کې حیاتی ارزښت لري او که په خلص ټکو کې ورته اشاره وکړو د ملت په جوړونه کې ډیر رغنده رول لری.چی موجوده ملګرتیا د مدني ټولنې،دولت او دنړیوالې ټولنې د صحت په برخه کې،تعلیم او  د لرو پرتو سیمو پرمختیا د موجوده ملګرتیا ښه مثالونه دي.د مدني ټولنی سازمانونه د دی وړتیا لري چې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي په کومو سیمو کې چی د دولت لاسرسي محدود، یا کافی ندی او یا هم هیڅ شتون نلري.د موجوده دولت تشویش د نادولتی مؤسسو او مدني ټولنو څخه دا دی چې ګواکی د دولت قانونیت له ګواښ سره مخ کوي او دولت بی کفایته معرفی کوي.

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!