په همدی اړه په
کابل کې د۱۳۸۹کال دغویی دمیاشتی په ۱۹نیټه یوه
پراخه غونډه جوړه شوی وه . په دی غونډه کې د
لوګر په زرګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو ،
جهادي قوماندانانو، د ملي شورا او کابينې يو
شمير غړو ګډون کړې وو .
ددغی غونډی په پیل کی دمشرانو جرګې مشر صبغت
الله مجددي د لوګر خلکو ته په خپلو خبروکې
وويل چې دغه ولايت د جهاد او تاريخ په اوږدوکې
د اهميت وړ سيمه وه ، خو دولت دی ولایت ته
دبیارغونی په چاروکی مناسبه پاملرنه نده کړی .
دلوګر د خلکو د سراسري شورا مشر پوهنيار
حميدالله فاروقي په ياده شوې غونډه کې د يادې
شورا د جوړېدو اعلان وکړ.
.JPG)
دده د مالوماتو له مخې، دغه شورا ٥٠٠ بنسټ
ایښودونکي غړي او په زرګونو نور غړي لري .
د هغه په وينا، دا شورا يوه غيرسياسي او
غيرانتفاعي شورا ده ، اساسنامه لري او د غويي
په لومړۍ نېټه په عدلېې وزارت کې ثبت شوې ده.
نوموړي د شورا موخې د لوګر دخلکو ستونزو ته
رسېدل ، په سيمه کې د امنيت په راوستو کې
مرسته ،د لوګر په بيا رغونې کې د خلکو ونډه او
ددې ولايت د خلکو د حقونو تر لاسه کول وبلل.
د هغه په خبره ، د شورا بله موخه دا ده، چې د
خلکو هغه خپلمنځي ستونزې هوارې کړي، چې دولت
يې نه شي هوارولای .
هغه زياته کړه چې اوسمهال د شورا دفتر په کابل
کې دى او په راتلونکي کې به د لوګر په مرکز او
ولسواليو کې هم ورته دفترونه جوړشي .
ده وويل چې په دې شوراکې له لوګر سره په پوله
د کابل د چهاراسياب او موسهي ولسواليو خلک هم
ګډون لري اوپه نږدې راتلونکې کې به نورو
ګاونډيو ولايتونو ته هم وغځول شي .
.JPG)
په غونډه کې دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو
سرپرست وزير ارسلا جمال د لوګر د خلکو د شورا
جوړېدو ګام وستايه او د شورا له ګډونوالو يې
وغوښتل چې ملت جوړونې ته پام وکړي او عامه
تاسيسات لکه سړکونه ،ښوونځۍ او نور وساتي .
هغه زياده کړه : (( په هيڅ ځاى کې هم پردي
ملکونه هېوادونه، نه ابادوي، بلکه خپله یې
آبادوي .))
د لوګرولایت دولایتي شورا غړی هما ( احمدی )
وایی چې داسې شوراګاني کولای شي چې سولې ته
لاره هواره کړې اوخلک په سوله کې ژوند کولو ته
راوبلي. هغې وویل داسې غونډې کولای شي چې خلک
یو موټی کړي اوهغوی دخپل هیواد په بیا ودانولو
کې ونډی ته وهڅوی

دهغی په
وینا دلوګرسراسری شورا دیوه قوم څخه نده تشکیل
شوی . هرڅوک کولای شي پدی شوراکې ګډون وکړي
اوپدی شورا کی برخه واخلي اوهمدارنګه کولای شي
ددی شورا غړیتوب ترلاسه کړی.
لوګر د کابل په جنوب کې پروت ولايت دى ، چې له
تېرو دريو کلونو راهيسې یی امنیتي حالات
ډیرخراب شویدي.
|