|
«د مدني ټولنې غږ» د افغانستان
د مدني ټولنې د مجتمع د رادیویي خپرونو نوم دی
چې اوسمهال د افغانستان د پنځو سیمه ایزو
رادیو ګانو له لارې خپرونې کوي.
د مدني روزنې څانګې د اکتوبر د
میاشتې په لومړې نیټه چې د لړم د میاشتې د
یولسمې نیټې سره سمون لري، د پنځو ولایتونو
څخه د رادیو ګانو استازي کابل ته را وبلل، د
ناستې په ترڅ کې د رادیو ګانو استازو په ورین
تندې د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع د هوډ
څخه هرکلې وکړ او دا یې په ډاګه وویل چې « د
مدنی ټولنې خوځښت یوازې د مجتمعې دنده نه ده،
بلکې په دې سپېڅلې دنده کې زمونږ ونډه هم د
افغانستان د یو عادی فرد په توګه او همداسې د
رادیو د مسوول په توګه ډیر مهم دی»
په ناسته کې د افغانستان د
مدني ټولنې مشر ښاغلي عزیز رفیعی هم ګډون کړی
وو، ښاغلي رفیعي نه یوازی چې د افغانستان د
مدني ټولنې د مجتمع د مدنی روزنې د څانګې دې
نوښت نه مننه وکړه بلکې په همدې ترڅ کې یې د
رادیو ګانو د استازو د راتګ څخه او د مدني
ټولنې د پیاوړتیا لپاره د هغوي د هوډ څخه
درناوی څرګند کړ.
د افغانستان د خلکو پوهاوې، د
خپلو حقونو څخه او د خپلو وجایبو څخه د هغوې
خبرتیا د دمدني ټولنې په ټولیزه توګه او په
ځانګړې ډول د هر افغان دنده ده. د افغانستان د
مدني ټولنې مجتمع په همدې لار کې کار کوي او
تر اوسه یې ډیر کتابونه، حقوقی او مدني
لارښودونه په نشر رسولي دي او د خلکو خدمت ته
یې وړاندې کړي دي.
په دموکراتیکو اصولو باندې او
د ښارمنۍ د مسوولیتونو څخه خبرتیا د هر ښارمن
وظیفه ده، تر څو د افغانستان هر ښارمن د
دموکراسی او ښارمنۍ په اساساتو ځان پوه نه کړي
نو د دموکراسۍ تینګښت په ټولیزه توګه نا شونې
ښکاري.

دا ښکاره ده چې مدني ټولنه د
خلکو او د دولت ترمنځ د یوې ټینګې اړیکې په
توګه او د یو پُل په توګه په دموکراتیکو ټولنو
کې رامنځته کیږي. د همدې لپاره د افغانستان د
مدني ټولنې نهایي زیار دا دې چې خلک د مدني
ټولنې د پیاوړتیا او د دموکراسۍ د اساساتو څخه
با خبره کړي او له دې لارې پوه ښارمنان او
بنسټونه د خلکو د حقونو او د بشر د حقونو د
دفاع لپاره را ولاړ کړي.
د افغانستان د مدني ټولنې
مجتمع د خپلو خپرونو له لارې او په ځانګړي ډول
د مدني ټولنې د مجلې له لارې تر ډیره خپل
مسوولیت تر سره کړی دی. او دا دې اوس په لرې
پرتو سیمو کې د رادیو ګانو له لارې خپلې
خپرونې د مدني ټولنې تر نامه لاندې پیل کړي
دي.
«د مدني ټولنی غږ» خپرونې د
پکتیا د پکتیا غږ راديو له لارې ، د لغمان د
کاوون غږ رادیو ، په بامیانو کې د بامیان غږ
رادیو ، په تخار کې د «رادیو همصدا» له لارې
او د بدخشان د ولایت د «رادیو صدای آمو» له
لارې خپروي، او دا خپرونې به د نوي لمریز کال
تر لومړیو پوری دوام ولري. ترڅو په سیمه ایزه
توګه زمونږ ټول هیوادوال، لوستي او نالوستي د
مدني ټولنې په مفهوم او افاده پوه شي.
د مدني ټولنې د خپرونو له لارې
به د اساسي قانون په اړه معلومات، د دموکراسۍ
اساسات، د ښځو حقونه، د ښارمنۍ حقونه او
مسوولیتونه، د پارلمان په اړه او د پارلمان د
استازو په اړه معلومات او داسې نور حقوقي او
د بشر د حقونو په اړه معلومات خپريږي.
د افغانستان د مدني ټولنې د
مجتمع لخوا د داسې رادیويي خپرونو خپراوې یوه
ډیر مهم ګام بلل کیږي. |