د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » مقالې » د اسلام له نظره د ښوونې او روزنی ارزښت

  

 

 

 

مزمل شاه وطن دوست

د اسلام له نظره د ښوونې او روزنی ارزښت

 

د اسلام مبارک او سپيڅلی دين چې د ټولو انساني نيکمرغيو لوړتياوو او برياوو په بشپړه توګه غوښتونکې دين دې،د ښوونې او روزنې او د ښوونځيو لومړنې بنسټ هم د اسلام له پيل سره يو ځاي په مدينه منوره کې د حضرت محمد(ص) له خوا ايښودل شوې دې. د اسلام لومړنۍ مکتب چې تاريخ يې د 1400 کلونو څخه زيات دې، د حضرت محمد (ص) د ډېرغوره او معتبرو صحابوو د «صفې» په نامه مدرسه وه چې زده کونکي يې د نبي (ص) اصحاب صفه بلل کيدل چې په مالي لحاظ کمزوري، خو په معنوي لحاظ ترټولو غوره – دينداره او معتبره خلک ګڼل کيدل، ځکه چې د دغه مکتب زده کوونکي هغه ٧٠ تنه اصحاب وو، چې د جهاد د تکليفونو او د کفارو د سخت ظلم او د سختو مالي ستونزو سره سره يې خپله زده کړه پر مخ بيوله، او د مدينې منورې په جومات کې به يې د صفې پر غاړه د اسلام او شريعت احکام زده کول، که د اسلام مبارک دين په غور وکتل شي، نو څرګندیږي چې د ښوونځيو اړتيا نه يوازې د اوسنۍ پر مختللې نړۍ لومړنۍ او تر ټولو اړينه غوښتنه ده بلکې د علم او پوهې لاس ته راوړل هم دي،د اسلام په مبارک دين کې د پوهې د مرکزونو جوړولو بنسټ پخپله د اسلام د غوره پيغمبر حضرت محمد(ص) په امر د اسلام د خپراوي له لومړني مرکز (يثرب) څخه پيل شوې او د اسلام د مبارک دين پرمختګ هم د همدې اصحاب صفه وو په ګډون د صحابه کرامو د هلو ځلو په برکت منځته راغله.
په يثرب کې د اسلامي شريعت ښوونه او روزنه پيل شوه. تمدن او پر مختګ منځته راغې. له همدې امله د اسلام غوره پيغمبر د يثرب د ښار نوم د مدينې (د مدنيت او ترقۍ د ښار) په نامه بدل کړه او د ښوونې او روزنې په برکت د اسلام په مبارک دين کې ډېر پر مختګ رامنځته شو د مدينې په بیلا بیلو سيمو کې به اصحابو کرامو له حضرت محمد(ص) څخه حدیثونه زده کول او هغه قرآني ايتونه چې د خداي(ج) له خوا پرې نازلېدل، حضرت محمد(ص) به اصحابو کرامو ته بيا نول. ځکه خو د اسلام غوره پيغمبر د زده کړې په اړه فرمائيلي دي:
ژباړه: د علم زده کړه په هر مسلمان (نارینه او ښځه) باندی فرض ده.
همدا لامل وو چې د مومنانو مور بي‌بي عايشې(رض) په کوچينوالي کې 2210 حديثونه په ياد زده کړي وو چې د هغې د دغې زده کړې او پوهې له امله نه يوازې هغه پخپل پلار حضرت ابوبکر(صديق) ډيره ګرانه وه بلکې حضرت محمد(ص) ته هم ډېره ګرانه وه کله به چې د کومی پوښتنی ضرورت شو چې نارينه به د هغې د ځواب څخه عاجز وو نو اصحابو کرامو به د ابن عبدالرحمن په واسطه چې د بي‌بي عايشي وراره وو له بي‌بي عايشې څخه د هغې مسئلې په اړه معلومات تر لاسه کول،همدا لامل و چې بي‌بي عايشي د خلکو په زړونو کې دومره ځاﺉ ونيو چې د ټولو مسلمانانو د مورلقب (ام المومنين) يې ځانته غوره کړه،په دې توګه بي‌بي‌ عايشه د هر مسلمان او هرې مسلمانې د مور مقام تر لاسه کړه،آيا ښه به نه وي چې زموږ خو يندې هم د اسلام د قانون تر سيوري لاندې زده کړه وکړي او د خپلو معنوي ميندو او خويندو بي‌بي عایشی (رض) او بي‌بي فاطمي زهرا(رض) په څير د نورو مسلمانو خويندو لپاره د پوهې او خدمت مصدر وګرځي، درملنه يې وکړي – د شريعت احکام ورته وښايي او دا ځکه چې الله تعالی هم د هغه چا مثال داسې بیانوي چی علم لري او د هغه چا چی علم نه لري فرمایي:
ژباړه: آیا برابر دي هغه څوک چی علم لري او هغه څوک چی علم نه لري (یعنی نه دي برابر).

یا فرمايلې دي چي تاسو د علم زده کړه وکړئ د ځانګو څخه ان تر مرګه پورې.
یا همدا ډول پیغمیر (ص) فرمايي چی تاسو د علم زده کړه وکړﺉ که چیری چین ته ورپسی لاړ شۍ یعنی دا چی که دومره لیری مزل هم ورپسی وکړﺉ خو علم زده کړﺉ د الله جل جلاله ستر پیغمبر (ص) د علم د زده کړې په اړه ډیره زیاته ځورنه کړې، همدا ډول الله جل جلاله پخپله هم پدې اړه باندی ډیر زیات زور اچولې لکه چی پخپل مقدس کتاب (قران کریم) کی په خپلو بندګانو باندی امر کوي چی ای بندګانو تاسو وژغورﺉ خپل اولاد د دوزخ د اور څخه، یعنی د علم د زده کړې په ذریعې سره،یا همدا رنګه ستر پیغمبر (ص) فرمايي چی هر یو د ستاسو نه پشان د یو شپونړکي دی او هر یو د ستاسو نه د خپل رعیت مسول دی یعنی الله جل جلاله به ستا څخه د ستا د اولاد په باره کی پوښتنه کوي او تر هغی پوری به دی د ځاﺉ څخه پښه نشې اوچتولې تر څو چی دی د خپل اولاد د روزنی په اړه ځواب نه وی ورکړې.
کچرې په یو ټولنه کی ځوانان د تعلیم او تحصیل خاوندان وي نو کولاﺉ شي چی خپله ټولنه د بریاؤ په لور بوځي،د خپل هیواد او د خپلی ټولنې د سلامتیا د پاره کار وکړي او ټولنه په آینده کی د پرمختګ او هوساینی خوا ته وکاږي.
الله جل جلاله د علق په سورت کی فرمایي: ژباړه: الله جل جلاله هغه ستر ذات دی چې انسان ته يې د قلم په ذریعه علم ورکړو،علم د الله جل جلاله د صفاتو څخه یو صفت دی چی چاته يې وغواړي ورکوي يې.
تعلیم هغه سرمایه ده چی څومره يې مصرفوې ډیریږي او څومره يې چی شاته اچوې هغومره د منځه ځي،او یا کولاﺉ شو د رڼا سره يې مشابه کړو چی انسانانو ته د کندو کپرو نه خلاصون ورکوي یعني ورته راتلونکی روښانه کوي.
د فقهې پوهانو هم ويلي دي چې د علم زده کړه پر هر مسلمان او هرې مسلمانې فرض ده په دې مانا چي که چيرې په يوه سيمه کې يوه ښځه د زیږولو پر مهال په داسې شرايطو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي چې هغی ته د يوې ښځينه ډاکټرې اړتیا وي نو د دغي ښځې د مړينې مسئوليت او ګناه د سيمې د ټولو خلکو پر غاړه ده چې هغوي ولې پخپله سيمه کي ښځينه ډاکټره نه لري،خو پداسی شرایطو کی چی هغلته اسلامی چاپیریال وي او د ښځو عزت،عفت،شرف او حیا ته پکی کوم خطر نه وي. د ټولو نه اول که هغه ښځه وي یا نر اسلامي تعلیم حاصلول پری فرض دي وروسته د هغی نه بیا دنیوي زده کړې.

په آخر کی ...
مونږ ټولو ته ښايي چی دی ټکي ته ډیر پام وکړو کچیرې په یوه سیمه کی ښځینه ډاکټره نه وي او زمونږ مور،خور خداﺉ دی نه کړي ناروغه شي نو په دغه وخت کی به مونږ چاته مراجعه کوو غواړم چی پدی اړه څو پوښتنی وکړم او ځواب یی کړم.
• آیا پردي نارینه ته کولای شو خپله مور،خور د علاج د پاره ورولو؟
• آیا پریږدو چی زمونږ مور،خور مړه شي؟
• یا دا ښه ده چی په هغوي باندی د اسلام په چوکاټ کی زده کړه وکړو چی د دی ټولو خبرو مخ نیوې وکړو؟
کله چی وایو ښځه ټول عورت دی او هیڅ کله نه شي کولاﺉ چی نا محرم ته ځان اوښايي حرام دي نو څنګه کولاﺉ شي چی یو پردي ډاکټر ته ځان اوښاﺉ نو د دی پاره په کار دي چی په ښځینه طبقی باندی تعلیم او زده کړه وشي تر څو د دغسی ناخوالو مخ نیوې وشي او په خاصه توګه د روغتیا په برخه کی باید هغوي ته پرمختګ ورکړل شي.
کله چې الله جل جلاله او د هغه پیغمیر اکرم (ص) دغه اجازت ورکړې او همدا رنګه اجماع او قیاس پرې امر کوي نو هیڅ څوک نشي کولاﺉ چی د دی مخنیوې وکړي نه د افغانستان فرهنګ او د نړﺉ نور فرهنګونه پس مونږ ته پکار دي چی دی برخی ته خپله خاصه توجه وکړو او په خاصه توګه دولت باید دی مهم کار ته ډیره پاملرنه وکړي او دغی طبقی ته د تحصیلاتو لپاره لار هواره کړي او زیار وباسي تر څو د دغه قسمه نا خوالو نه د افغانستان غم ځپلی میندې او لوڼی په امن او هوساینه کی ژوند وکړي.

والسلام
 

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!