د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » مقالې » د مدیریت چارچوب (Managerial Grid)

  

ژباړه او ترتیب: شمس الله صافی

د مدیریت چارچوب (Managerial Grid)

 

د مشرۍ د ډولو نو په اړه د مالوماتو  دلاسته راوړلو او د دوی د پیژندلو  ښه پیژندل شوې مفکوره  د مدیریت چارچوب   Managerial Gridدی چې د مدیریت د پوهې د  عالمانو رابرت بلیک او جین موټن لخوا څو لسیزې د مخه وړاندې شوې وه. د مدیریت دغه چارچوب د تیرو څیړنو په بنسټ ترتیب شوې  اود مشرۍ دوه مهمې ساحې چې هم دلاس لاندې کار کوونکو په اړه غور او هم د تولید د کیفیت او کمیت په اړه اندیښنه په بر کې نیسي. دغه دواړه ساحې  دلاس  لاندې کار کوونکو او د تولید د کیفیت او کمیت په اړه د مدیرانو اندیښنه په ګوته کوي. مدیران باید د دغه دواړو اندیښنو تر منځ توازن په پام کې ونیسي، مدیران باید په یوه وخت کې د لاس لاندې کارکوونکو خوشاله ساتلو په اړه سوچ وکړي اوهم باید د  تولید د کیفیت او کمیت د بازار  د ارزښتونو سره سمولو په اړه سوچ وکړي . ددغو دواړو ساحو تر منځ باید کم توپیر  مو جود دي ځکه چې د تولید د کیفیت او کمیت د بازار  د ارزښتونو سره سمول یوازې هغه وخت شونې وي  چې د یوې ادارې د کارکوونکو مادي اومعنوي حیثیت خوندي وي . مدیران باید تر ډیره حده  د تولید د کیفیت او کمیت ته د بازار  د ارزښتونو سره سمولو ته د کارکوونکو د تشویق له لارې او ورسره د نیکې رویي د لارې پاملرنه وکړي. که ټوله پاملره یو لوري ته وشي نو بل لوری زیانمن کیږي. دا چې د یوې ادارې لویه موخه د تولید اتو او خدمتونو وړاندې کول دي نومدیران باید  د ادارې د کارکوونکو  د مادي اومعنوي حیثیت  دخوندي ساتلو له لارې  او کارکوونکو د وړتیا د لوړولو او د دوی د ګمارلو په مهال د اړونده دندې دسرته رسولو په برخه کې د دوی د مسلکې مهارت په نظر کې نیولو سره دغه موخې ته درسیدو په لټه کې شي . د تولیداتو او خدمتونو کمیت او کیفیت  د لوړیدا  موخه چې د هرې ادارې د سترو موخو ځینې وي . دا ایجابوي چې کار باید وړو او مسلکي اشخاصو ته وسپارل شي او د ګمارنې په مهال شخصي اړیکې باید معیار ونه اوسي. مدیران د مدیریت ددغه چارچوب په بنسټ مکلف دي چې تل  د تولید او خدمتونو د کیفیت او کمیت لوړولو ته په شخصي اړیکو برتري ورکړي.

                                                                                                                       لوړه

لوړهThe Leadership Grid/Managerial Gridټیټه

                             د پایلو ( تولید اوخدمتونو د کیفیت په اړه اندیښنه)            د خلکو په اړه اندیښنه

د مدیریت چارچوب

مدیران باید د د تل لپاره د اداري مو خو د لاسته راوړو په لټه کې شي نه شخصي اړیکو د پاللو په لټه کې وي. بریالي ادارې او دولتونه تل د مسلکي او وړو اشخاصو  د ګمارلو په لټه کې وي تر څو خپلې موخې لاسته راوړي .

د مدیریت دغه  چارچوب کارکوونکو سره دمدیرانو چلند په لاندې اووه مهمو عناصرو ویشي:

۱-  تحلیلونه :  د عملي کولو پوسیله د تجربو نه زده کړه کول چې څه ډول چلند او کړنې په پایلو اغېزې درلودلای شي.

۲ـ نوښت: د شریکو هلوځلو دسرته رسولو  او خاصو کړنو تر سره کولو لپاره کار کول  

۳ـ پوښتنه کول : پوښتنه کول د مالوماتو پيدا کول، د پوهیدو لپاره  یې  از مایل

۴-  تشویق: د رویو  او خیالاتو اظهار

۵ـ پریکړه کول:د سرچینو، معیارونواو پریکړو د عملي کولو د پایلو ارزول

۶-  دشخړو د منځه وړل : د نا رضایتۍ په مهال د شخړو د منځه وړلو لپا ره د نورو سره بحث او کار کول

۷ـ نر مښت: د ځنډ ستونزو او ناکامۍ په وړاندې عکس العمل ښودل او په دی ځان پوهول چې څه ډول دغه عوامل د پر مختګ وړتیا اغېزمنوي.

د  مدیریت د چارچوب د مفکورې له مخې  د کارکوونکو سره  ښه چلند هم د نو رو اړینو توکو په څیر مهم دی. د مدیریت د چارچوب د  اووه عناصرو نه هر یويې  د مطلوبې رویې د مهارت مطالعه کولو سره سم  د کارکوونکو   سره ښه رویه دیوې موخې په څیر مشاهده کولای شي  چې رویه څرنګه په دوی اغېزې لرلای شي. دوی باید د بیلا بیلو تحلیلونو پوسیله  ددی لپاره کار وکړي. دوی  باید په ازاده تو ګه  وکولای شي پریکړو کولو او د شخړو د منځه وړلو مهارت  ته وده ورکړي . د تولید او خدمتونو له پلوه  دغه او ددی په څیر نورې موضوعګانې محدودیتونه ګڼل کیږي او په  معموله توګه د تولید او خدمتونو په وړاندې کولو کې د ځنډ سبب کیږي. د مدیریت  د چارچوب مفکوره نه یواځې دغه موضوعګانې د بحث کولو جوګه کوي بلکه  د موخو په شکل یې هم اندازه کوي چې د پوهاوي ، د ښه والي ، تشویق او نوښت سبب کیږي.

 

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!