|

استاد ګلرحمن قاضی د کابل
پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد او د یاد شوي پوهنځي د
بریالیو او محبوبو څیرو څخه یو دی. پوهنوال قاضی د خپلو علمي هلو ځلو پر
بنسټ د افغانستان په اکاډمیک ډګر کې ځلېدونکې او پېژندل شوې څیره ده. استاد
خپل دا محبوبیت او شهرت د اکاډمیکو هلوځلو پر بنیاد تر لاسه کړی دی، نه هغه
چې د کوم مقام له خوا ورته په وړیا ډالۍ شوی وي. د استاد علمي هلې ځلې د
کابل پوهنتون او د حقوقو او سیاسي علومو تر پوهنځي پورې تړلې پاتې نه دي.
ځکه چې استاد د رسنیو او نشراتي ارګانونو ښه ملګری دی. د دوی لیکنې رسنیو
ته ، د دوې د علمي څیړنو او طرحو ډګر لا پسې پراخ کړی دی. د دې تر څنګ
ښاغلې استاد یو لړ علمي او څیړنیز کتابونه هم لیکلي دي. استاد د هیواد په
ډیرو بحراني حالاتو کې خپلې ځینې طرحۍ هم وړاندې کړی دي ؛ د بیلګې په توګه:
o
په افغانستان کې د قومونو
تړون او تجانس
o
په افغانستان کې د سالمې
ادارې په منځته راوړولو کې یو طرحه ، او
o
په افغانستان کې د جګړې
په رفع کولو کې سوله ایزه طرحه او داسی نور....
زده کړې:
استاد خپلې لومړنې زده کړې د افغانستان
د میربچه کوټ د ولسوالی د میربچه کوټ په لیسه کې له ۱۳۳۴ کال څخه تر ۱۳۴۵
مو کلونو پورې سرته رسولې دي او له ۱۳۴۶ کال څخه تر ۱۳۵۰ کال پورې د کابل
پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي نه د لیسانس دوره پای ته رسولې ده. استاد
ګلرحمن قاضی د نرم خوی خاوند دی ، او خپلې خبرې شمیرلې او ډیر په ځیر سره
بیانوي. استاد خپلې زده کړې د لیسانس تر دورې بس نه کړې ، او د ماستري زده
کړو تکل یې په زړه کې پیدا شو. نو ځکه یې د ګاونډي هیواد ایران د پوهنتون
په سفر روان شو. د تهران د پوهنتون نه یې په ۱۳۵۴ او ۱۳۵۶ مو کلونو کې د
عامه ادارې په برخه کې ماستري لاسته راوړې ده.
د استاد علمي
او رسمي هلې ځلې:
استاد د لومړي وزیر په دفتر کې لاندې
رسمي دندې ترسره کړې دي:
-
د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د احصیایې مشر
-
د اداری اصلاحاتو د کمیسیون د اداری رفورمو نو رییس
-
د اداری اصلاحاتو د کمیسیون حقوقی رییس
-
د لومړی وزیر د دفتر مشاور
همداسی استاد په کابل پوهنتون کې لاندې
دندې سرته رسولی دی او لا تر اوسه هم دغې سپېڅلې دندې باندې بوخت دی:
-
د حقوقو او سیاسی علومو رییس او استاد
-
د حقوقو او سیاسی علومو د عامه حقوقو مشر
-
د حقوق پوهانو د اتحادیې ویاند.
-
-
په پیښور کې د افغان پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د
پوهنځي استاد، او اوس؛
-
د حقوقو او سیاسی علومو د عامه حقوقو او اداري چارو
مشر.
څیړنې او لیکنې:
لکه څنګه چې مو وویل استاد ګلرحمن قاضی
له ګو ښښونو او هلو ځلو ډکه څیره ده، د افغانستان په رسنیو کې او په
اکاډمیکو ارګانونو کې یې څیړنې او لیکنې خپرې کړي دي چې د ځینو نومونه یې
دادي :
-
پیوستون او ملی یوالی
-
اسلامی تمدن
-
انتخاباتي سیستم
-
د افغانستان په دوه لسیزو کې د سیاست او اداري چارو
ترمنځ تړون او ډولونه
-
د ملي یوالی په ټینګښت کې د اساسي قانون او نورو
قوانینو رول
-
په موسسه کې د هدف ټاکلو ارزښت
-
د افغانستان ټولنیز او دولتی جوړښت
-
په افغانستان کې اداري حقوق
-
سیمه
ایز دولت
-
اداري قوانین
-
د افغانستان د خلکو ترمنځ د سولې او یوالي لپاره د جرګو
او لویو جرګو رول
-
بشري حقونه په اسلام کې
-
دموکراتیک دولتونه
په همدې توګه استاد په لسګونو د ارزښت وړ لیکنې په سیاسي،
اداري ، حقوقي او داسی نورو برخو باندې ؛ په رسنیو کې چاپ کړی دي او تل یې
د افغانستان ملت له خپلو ښه او بدو با خبر ساتلی دی. نا ویلې دې پاتې نه وي
چې استاد ګلرحمن قاضي په ډیرو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې هم ګډون کړې دی
او په ځینو کې یې خپلې علمي ویناوې هم اورولې دي او پر دې د پاسه استاد د
بشر د حقونو او مدني ټولنې خوځنده غړي هم دی. |