د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مدني ټولنه څه ده؟

  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » د آشنایي دریڅه » له چناره لږ څه واورې

  

 

 

پام یونسي

له چناره لږ څه واورې

کاروان د پښتو ادبیاتود معاصر مهال  یو وتلې څېره ده . د هغه شعر په پښتو ادبیاتو او پښتو فرهنګي کړیو کې په  لوړ نامه یادیږي.

د کاروان شعر د موضوع له پلوه ډیر پراخ دی، چې دا د ده د شعرونو ځانته ځانګړنه ده.

کاروان لا ډیر ځوان وو چې په شاعري یې پیل وکړ، هغه د همدې ځوانې په وخت کې د هر کتاب سره مینه درلوده، په تیره به چې داستاني کتاب  په لاس ورغې نو په ډیره مینه به یې لوسته. کاروان د خپل د نسل په شاعرانو کې له هغې ډلې څخه دی چې د پښتو ادبیاتو سربېره یې د نورو ژبو ادبیات هم لوستي دي، چې د دري معاصر او کلاسیک ادبیات یې لویه برخه جوړوي، ښاغلې کاروان د دری  ژبې د ادبیاتو په اړه ډیر د پام وړ معلومات لري، همداسې ده د اردو په ادبیاتو کې هم څه نا څه معلومات راټول کړي دي.

د همدغو معلوماتو او مطالعو په نتیجه کې ده چې  یو شاعر نړیوال پراخ اند پیدا کوي.

کاروان د شورویانو د تیري په وخت کې پاکستان ته کډوال شو او د پیښور په ښار کې استوګن شو. ویلې شو چې د کاروان شاعرانه او ادبي شخصیت هم د همدې ښار په فرهنګي چاپیریال کې رالوی شوی دی .

  کاروان د نور محمد خان زوی د ۱۳۳۸ لمریز چې له  ۱۹۵۹ زیږدیز سره سمون لري د خوست د ولایت د تڼیو په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنې زده کړې یې د خوست د تڼیو په لومړني ښوونځي کې سرته رسولې دي، بیا تر لسم ټولګې پورې د غرغښت لیسه کې شامل شو.

 د تیري په وخت کې جهاد ته ولاړ او هلته په پیښور کې د آزاد افغانستان د لیکوالو د ټولنې غړې وو، لومړی د خپلواکۍ د مجلې چلوونکې ډلې غړی او د وفا اخبار مرستیال او د کتونکې ډلې غړی وټاکل شو. اوس مهال د بي بي سي رادیو د نوي کور نوي ژوند  د

رادیویي ډرامو  په جوړولو کې کار کوي.

 

۱۳۷۱ له ماښامه تر ماښامه شعري ټولګه له چاپ څخه راووته، وروسته ورپسې په  ۱۳۷۵  کې له نرګسه تر نرګسه په نامه بله شعري ټولګه چاپ شوه، چنار خبرې کوي د هغه بل شعري اثر دی چې د پښتو د ادب د سر پوړیو ته یې ځان رسولې دی، ده دا کتاب په ۱۳۷۷ کې خپور کړ.

 

ښاغلي کاروان په کره کتنه باندې هم یو څه آثار تر لاس لاندې لري.

 

چنار خبرې کوي

 

زه د بر کلی د ګودر د غاړی

یو شین چینار وم، چینار

هر مازدیګر به راته سلو نجونو

په سرو منګولو سلامونه کول

سحر وختی به مستانه پېغلوټو

زما پر ټیټو او خورو څانګو اوبه شیندلی

زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی

څه غلی، غلی غوندی و بوږنیدم

له شینکی خوب نه به د پیغلو په خندا ویښېدم

له ساړه باد سره به اخوا دی خوا

لکه د ټال زنګېدم

او د ګودر اوبو به

راته چمبه وهله

لکه ملاله پښتنه پیغله د ورنو په ورا

په شنه ګېډی، ګېډی کمیس کی ګډیدم، ګډیدم

کله نا کله می په غلی ماښام

له سپینو خولو نه د تودو مچکو خرپ اوریده

لکه غوږونه به می

د څانګو څانګو په لاسونو کې نیولی پاڼی

ما به د دوو مینو

د بڼو ګانو هر یو رپ اوریده

بیابه می باد ته ښورول لاسونه:

 

غلی شه خدای ته ګوره شور مه کوه !

خدایزده چی ولی به د باد غمازګر

راسره رخه کیده

د دوو مینو ننداره یی په ما نه لوریده

لکه چی مست ښامار زنګیږی د چندڼ پر څانګو

داسی په خرپ به یی کړی ماتی رانه غبرګی څانګی

پاس به له ځالی نه جوړه بلبلی والوتلی

لاندی به هم غلی شوه

 د تودو شونډو د مچکو خرپا

زما په زړه کې به وی څړیکی تر سهاره خوری

سهار به لمر راوخوت

نجونو به بیا په سلامونو باندی ولمانځلم

لمر به چی څو نیزی له غر راجګ شو

د ګودر غاړی نه به وګوچیده

د مستو نجونو د منګیو کاروان......

××××

زه د بر کلی د ګودر د غاړی

یو شین چینار وم چینار

زه د ګودر په طبع ښه پوهیږم

ګودر شاعر غواړي چنار غواړي

ګودر دسلو منګو

رنګین کتار غواړی

ګودر د غرونو، د ځنګلونو د پیغلوټو چینو

کاروان مهار غواړی

تیره پاڼه


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!