د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مدني ټولنه څه ده؟

  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » د آشنایي دریڅه » مصطفی سالک

  

 

 

پام یونسي

مصطفی سالک

سالك د " ننګرهار په ښكلې او هركله بهار" ولايت كې سترګې دې نړې ته پرانستې دي .  ده خپلې لومړنې زده كړي په ننګرهار كې سرته ورسولې خو د ناورين كلونو ورته د دوام برياليتوب ور په برخه نه كړ  ځكه  نو پېښور ته لكه د نورو ډير غمځپلو افغانانو د مهاجرت لار خپله كړه. سالك له ماشومتوبه د پرانستو سترګو خاوند وو ، دې د مهاجرت په دوران كې هم د خپلې زده كړې په لټه كې وو  او خپلې پاتې زده كړې يې ونه سپمولې. او د مهاجرت په سختو شپو او ورځو كې يې  په پيښور كې خپلې لوړې زده كړې پاي ته ورسولې.

نوموړي د پېښور په اتحاد پوهنتون كې د ښوونكي په توګه كار كړي خو وروسته د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همكار شو . تر څه وخته يې په لندن كې هم له بي بي سي پښتو څانګې سره همكاري لرله او اوس په كابل كې له همدې ادارې سره كار كوي.  تر دې كړې دا پنځم كال دي چې ښاغلې سالك په بي بي سي راديو كې د پېلوځې ادبي پروګرام مسوول دي،  پروګرامونه يې ډير مينه وال لري او په ډيرو ارزښتناكو فرهنګي پيښو يې څيړنې كړي دي.

سالك ډير نرم او صوفيانه خوي  لري او خپله موسكا په هيچا ګرانه نه پلوري، ښه شعر وايي او د يوه ناول پر ليكلو يې داستاني اثارو ته هم مخه كړې ده.

د ده چاپ شوي اّثار تر اوسه دادي:

د طاووس بڼكه شعري تولګه

د اوښكو موسكا هنري نثرونه

د كره كتنې تيوري نثر

سندريزې چېنې شعري تولګه

د يادولو وړ ده چې سالك د پښتو شاعري تر څنګ په دري ژبه كې هم خپل ځان آزمويلې دي  ، او يوه تولګه يې چې  شعرونه يې د جوړښت له مخې  سپين دي په دې وروستيو كې چاپ كړې ده. او د مينه والو په وينا په دې آزموينه كې بريالې راغلې دي. د سالك د دري ژبې دا اثر و خيمهء ما از سايهء هما بود  په نامه نومول شوي دي . ناول يې ، پاتې شه باران نو ميڼي  ، دوه ځلې چاپ شوي دي .  ښاغلي سالك ځينې څيړنې هم كړي او پر حمزه بابا يې هم يو كتاب د خېبري خبرې ( حمزه پيژندنه )  ليكلي چې لا د چاپ لارې څاري.

تیره پاڼه


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!