|

د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور – غویي میاشتې
په اتمه د سه شنبه ورځ هاغه شپه ده چې د پښتو د ادب ځلانده ستوري ځان د
تورو وریځو شاته پټ کړ. او د پښتو د ادب دا ځلانده څېره نوره بیا راښکاره
نه شوه ، او نه یې هم خپل غږ د شعر په ژبه،خپلو تږو او درد منو هیوادوالو
ته رسولې دی.
د هغه شعر نوي معاصر پښتو ادب ته نوې
رنګ راووړ، او نوي ګلان یې د پښتو د ادب په بڼ کې وکرل.
هاغه د مجروح خبره ....زوړ
فصل پریږده نوی باب نوی کتاب غواړمه
د
نا آشنا لرې ملکونو افسانې راواخله
د
نا آشنا سندرې ډکې پیمانې راواخله
ننګیال همداسې یو شاعر دی، هغه د پښتو
په اوس مهالې شاعرې کې د سر شاعر دی. او د هغه شعر د نوي باب او نوي کتاب
سر لارې دی. ننګیال هغه شاعر دی چې خپل شعر ته یې نوی رنګ په داسې حال کې
ورکړ چې له ده مخکې پښتو ادب په دې کچه او پیمانه د نوې نړې نوي باب ته نه
وو، ور دانګلي ، ننګیال د خپلو هڅو ، خلاقیت او خدای بخښلې قریحې له برکته
وکړای شول د نوی کتاب دا نوی باب پرانیځي. هغه د نوي باب پاڼه د خپلې شعري
مجموعی «ډالۍ» په لیکلو راپرانسته.
د ننګیال د شعر هره برخه انځوریزه ده،
هغه د شعر د انځور په ژبه خپل چاپېریال څېړي، کله یې رټي کله ورته نصیحت
کوي او کله هم ورته ژاړي.
څانګې زړې شولې ګلان نه راځي
دا څه سپرلې دی چې باران نه راځي
×××
ای ښکاري آشنا! درته سلام کوم...
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه
×××
اورېدلې مې کیسه ده
له ملانه، له عامي نه که له بله
یو سپین ږیرې چې یې وخت د ځنکدن و
په هوښیارو کې هوښیار او عزتمن و
خپل زامن یې کړل پرځای باندې چاپیره
وې خبره درته کړم چې نشي هیره
څه چې شته نیم یې په ما پسې خیرات
کړﺉ
نیم یې ورکړﺉ د کوم ځای نامي دله ته
کوم احمق، نادان ، ردیل، حرامزاده
ته...
اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز کال کې د
لغمان د ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلې دی. د پلار نوم
یې محمد یوسف وو. لومړی
یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کړې.له
۱۳۵۳ څخه تر
۱۳۵۵ کال
پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او له فراغت
وروسته دهمدغې اکاډمې تدریسی غړی شو.
ژورنا لیستیک کار یې د څارندوی
مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه یی
ورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلته یی هم د پوځی
خبریال دنده ترسره کړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د
ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننګیال د یوی لنډی مودی لپاره د
افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره
کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شعر او ادب د اداری
مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته پیښور ته لاړ او
هلته یی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی
کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و.
په پایله کې د مهاجرت په دوره کې د
پیښور په خیبر روغتون کې له دې نړې سترګې پټې کړې ، او داسې وو چې بیا مونږ
د هغه غږ د هغه شعر وانه ورېده. خو وایي شاعر نه مرې، همداسې هم ده که
ننګیال نه شته نو څه د هغه روح خو شته، دا د هغه روح ده چې مونږ سره او د
هغه هر مینه وال سره د هغه د شعر په ژبه د هر چا له خپل ستوني نه غږ
راپورته کوي.
مونږ به انتظار وباسو ترڅو نور ستوري د
پښتو د ادب په آسمان کې را و ځلیږي او زمونږ شپه لا نوره هم رڼه کړي.
ما د آسمان د تورو وریځو د ماښام له
لیمو
دساړه ژمي ګنهکار باد له څپېړو څخه
د خپلو سترګو سویو سویو کروندو د
پاره
د ویر نیالګي پور کړي
او د تیارو له ونو
دا دی لمن لمن د واورو تخم
د سر په سترګو کرم
ځکه د سترګو د رڼو اوښکو د ستورو د
بام نه
د لوی
دریاب په تل کې لښکر د شګو شمارم. |