|

پابلو نرودا د ډیر
نامتو شیلیایی شاعر نوم دی چی د شلمی پیړی ډیری ژبی د هغه له نامه سره
آشنایی لری، د نرودا اصلی نوم ریکاردو ایلیسر نیفتالی ریایس بوساولتو
دی. د هغه آثار د نړی په لسګونو ژبو کی ژباړل شوی دی، او د ویلیام
شکسپیر نه وروسته په نړی کی تر ټولو نامتو شاعر دی چی شعرونو یی په
پراخ ډول په خلکو کی اغیزه کړی.
نرودا خپل شعرونو په
پراخو ډولونو کی ویلی دی، مینه، حماسی - تاریخی او سیاسی شعار ډوله
شعرونه د هغه د شعر ځانګړی برخه جوړوی. د هغه د شعرونو ډیره ښکلی او
خوندوره برخه په « ډیرو عادی څیزونو غزل لیکل دی» د همدی ځانګړی سبک له
امله، یو کولمبیایی ناولست ګابریل ګراشیا مارکویز نرودا ته « د شلمی
پیړی د هری ژبی شاعر» خطاب کړی دی. نرودا په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کی د
ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله.
د خپل ژوند په ترڅ کی
نرودا ډیرو لوړو دیپلوماتیکو څوکیو ته ځان رسولی دی چې له هغو څخه د
شیلی د کمونست ګوند د پارلمان د غړی یا سناتور دنده ده. کله چی د شیلی
محافظه کار ولسمشر ګونزالز ویدیلا کمونستان وشړل، نو د نرودا د نیولو
امر یی په رسمی توګه صادر کړ. مګلرو نرودا په یو کور کی پټ کړ او بیا
له هغه ځایه د یوی غریزی لاری ارجنتاین ته مهاجرت وکړ.
کله چی په شیلیا کی کودتا
وشوه او اګوستی پینوشی ولسمشر شو ورسره سم په نرودا د سرطان مرض
ولګیده، او بیا دولس کاله پس د زړه د دریدو له امه ومړ. نرودا ډیره
نامتو څیره وه، نو ځکه د هغه مړینی په شیلیا کی خلک د ماتم کوربه کړل
، په نړی او خلکو کی یی ډیر زیات انعکاس وکړ. پینوشی د هغه د جنازی
مراسم په شیلی کی منع کړل، ولی شیلیایانو د هغه خبره ونه منله او
سرکونو ته یی ودانګل، په همدی ډول لومړی ولسیز لاریون د شیلیایی پوځی
دیکتاتوریزم په ضد بنسټ پیدا کړ.
د ژوندانه لومړی کلونه:
نرودا د پارال په ښار کې
د لینارس ولایت کې چې د مووال په نامه زون ته مربوط دی ، وزیږید. د هغه
پلار جوسی دیل کارمن ریایس مورالیس د اورګاډو په کار کی مامور وه، او د
هغه مور روزا نیفتالی باساولتو اوپاز د ښوونځی ښوونکی وه، چی د نرودا
له زیږیدنی دوه میاشتی روسته مړه شوه. ډیر ژر نرودا له خپل پلار سره یو
بل ښار ته تیموکو ته ولاړل، چیری چی د هغه پلار یوی بلی ښځی ترینیداد
کاندیا ماروردی سره واده وکړ. نرودا خپل د ماشومتوب نهه کاله تیر کړل،
هغې دی ماشوم ته د رادولف غږ کاوه.
نرودا په ماشومتوب کی
دخپلی مور په وړوکی نامه« نیفتالی» یادیده، پلار یی د ده لیکنو او
ادبیاتو سره د هغه د بی ساری علاقی په اړه هغه ته په غصه کیده، ولی له
نورو څخه یی هڅونی تر لاسه کولی. چی د ګابریل میسترال نوم پکی د اخستو
دی ، ښاغلی ګابریل میسترال بیا وروسته د نوبل د جایزی ګټونکی هم شو.
د نرودا لومړنی چاپی اثر
د هغه یوه مقاله وه چی یوی محلی ورځپاڼی ته یی ولیکله، په داسی حال کی
چی ده دیارلس کاله عمر درلوده. له ۱۹۲۰ زیږدیز کال نه را په دیخوا د
پابلو نردوا د مستعار تخلص په ایښودو، نرودا یو شاعر، ژورنالست او غوره
نثر لیکونکی شو.
اشعار:
یو کال وروسته په ۱۹۲۱
زیږدیز کی نرودا سانتیاګو ته ولاړ او غوښتل د هغه ځای د پوهنتون له
لاری د استادی څانګه غوره کړی، ولی ډیر ژر یی خپل ډیر وخت شعر ته وقف
کړ. په ۱۹۲۳ کال کی د هغه لومړی شعری ټولګه « د شفق کتاب » چاپ شو، یو
کال وروسته یی بله شعری مجموعه په نامه د « د مینی شل شعرونه او یوه
ناومیده سندره» له چاپه راووته. دواړه اثرونه په ډیرو نورو ژبو باندی
وژباړل شوی. او په نړی کی په میلیونو دغه کاپی وپلورل شوی ، او نرودا
یی د شهرت ګدی ته ورساوه.
نروداپه جاوا کی یوی دنګی
هالندی انجلی سره چی ماریاکا انتونیتا انګینار واګیلزنګ نومیده او په
بانک کی یی کارو کاوه آشنا شو، چی بیا وروسته دا د ده لومړنی ښځه پاتی
شوه. همدلته وو چی نرودا د دیپلوماتیکو خدمتونو ترڅنګ په لوړه کچه
شعرونه مطالعه او تجربه کړل. نرودا ډیر مشهور آثار دادی: د بی پایه
انسان لټون، د خاورو استوګنه، هسپانیا زما په زړه کی، خشم او خواری،
ټولیز غږ، انګور او باد، د مینی سل شعرونه، د ایسیلانګرا یادښتونه، د
پوښتونو کتاب، یادونه او په لسګونو نور...چی زما په ګمان هیڅ یویی پښتو
ته نه دی ژباړل شوی.
د هسپانیا کورنی جنګ
شیلی ته له راتګ وروسته،
نرودا ته په بونس آیرس او د هسپانیا په بارسیلونا کی ډیر نور ډیپلوماتک
پوستونه ورپه غاړه شول. ورسته یی د ګابریل مایسترال ځای ونیو. او د
شاعرانو یو کړۍ یی رامنځته کړه او نورو نامتو شاعرانو سره لکه رفایل
آلبرتی ، فیدریکو ګارشیا لورکا او نورو ....ښه ملګری شو. وروسته یی بیا
بله ښځه وکړه. د خپل لنډ عمر په ترڅ کی ناروغه شو او تر ډیره یی د
سرطان ناروغی له ځان سره وګرځوله.
کله چی هسپانیه په کورنیو
جنګونو کی ډوبه شوه نو نرودا یی هم د لومړی ځل لپاره سیاست ته را
وکاږه. د همدغه کورنیو جګړو تجروبو نرودا له انزوا لری کړ او په شعرونو
کی یی ټولنیزی ژمنی او همکاری را څرګندی شوی.
سناتور
د مارچ د میاشتی په
څلورمه ۱۹۴۵ زیږدیز کال وو، د هغه وخت د کمونست ګوند لخوا نرودا د
سناتور په سمت وټاکل شو. او بیا یی په رسمی توګه دوه میاشتی وروسته د
دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.
په ۱۹۴۷ کی یی د ولسمشر –
ویده لا- په ضد یوه اعتراضیه وینا وکړه، چې بیا وروسته اړ شو څو له
شیلی څخه په پټه وتښتی. دا بیانیه د « زه تا محکوموم» په نامه یاده شوی
ده.
تبعید
د ولسمشر ویده لا ځواب د
نرودا بندی کوول وو، نو له همدی کبله نرودا په پټه ژوند پیل کړ، دی او
د ده میرمن په پټه د خپلو ملاتړو په کورنو کی سرګردانه شول. او بیا
همداسی په پټه اروپا ته ولاړ او هلته یی دری کاله ژوند وکړ.
بیرته شیلی ته
په ۱۹۵۲ زیږدیز کال کی د
ولسمشر ویده لا د استبدادی حکومت پښی د اداری فساد له امله سستی شوی
وی او د شیلی سوسیال ګوند ښاغلی سلوادور آلندی د ۱۹۵۲ زیږدیز کال د
ټاکنو لپاره نومولی وو او سلوادور د نرودا له ملاتړ څخه ډیر خوشاله وو،
ځکه چی نرودا د کین لاسو مخکښه ادبی څیره وه ، او د هغه په
ټاکنیزکمپاین یی ډیر ژور تاثیر درلوده.
په همدغه وخت کی ده چی
نرودا د ادب لوړو ته رسیدلی دی او د هغه اثار د دنیا په ډیرو ژوندیو
ژبو ژباړل شوی وو، او همدا وخت دی چی نرودا په سیاسی ډګر کی هم ډیر
شهرت ته ورسید. او په همدغه وخت کی نرودا امریکا د ویتنام په خونړی
جنګ کی محکومه کړه. هماغه وو چی امریکایانو هم دی د یو کمونست په آدرس
باندی خپل موخه وګرځاوه ، او د ده او دده په څیر کمونستانو په ضد یی یو
اپوزیوسیون د امریکا په ملاتړ رامنځته کړ او غوښتل یی چی د نرودا شهرت
ورو ورو له منځه یوسی.
وروستی کلونه
په ۱۹۷۰ کی نرودا ځان
ولسمشری ته د شیلی په ټولټا کنو کی ونوماوه. ولی ډیر ژر یی خپله
نوماندی د سلوادور آلندی په ملاتړ پریښوده ، سلوادور په همدغه کال کی
ولسمشری ته وټاکل شو، چی د شیلی په تاریخ کی لومړی دموکراتیک ټاکل شوی
ولسمشر دی. سلوادور بیا نرودا د فرانسی د سفیر په توګه وټاکه، خو نرودا
دوه نیم کاله وروسته شیلی ته راستون شو او ویل یی چی روغتیایی ستونزی
ورته پیدا شوی دی.
کله چی په شیلیا کی په
۱۹۷۳ زیږدیز کی کودتا وشوه او اګوستی پینوشی ولسمشر شو ورسره سم په
نرودا د سرطان مرض ولګیده، او بیا دولس کاله پس د زړه د دریدو له امه
په ایسیلانګرا کی ومړ. نرودا ډیره نامتو څیره وه، نو ځکه د هغه مړینی
په شیلیا کی خلک د ماتم کوربه کړل ، په نړی او خلکو کی یی ډیر زیات
انعکاس وکړ. پینوشی د هغه د جنازی مراسم په شیلی کی منع کړل، ولی
شیلیایانو د هغه خبره ونه منله او سرکونو ته یی ودانګل، په همدی ډول
لومړی ولسیز لاریون د شیلیایی پوځی دیکتاتوریزم په ضد بنسټ پیدا کړ.
د نرودا شعر
نرودا یو هراړخیز شاعر
دی، دا خطاب کیدای شی د نړی له نورو ډیرو شاعرانو څخه په نرودا ښه
مصداق ولری. نرودا داسی له مینی ډک شعر وایی چی توري د هغه د مستي تاب
نشی راوړای، او داسی د خپل ټاټوبی دردونه برسیره کوي چی هره کلمه یی د
تیري کونکي په مخ سپیړه ده. کله داسی ساده شعر وایی چی له ساده څیزونو
شعر رامنځته کوي، او کله داسی فلسفی او حکیمانه شعر وایی چې نړی کی یی
ساری نه شته.
د نرودا د شعر ژبه ډیره
ساده او صمیمی ده او خپله ژبه د پیچلو ابهامو ترمنځ نه ورکوي، او د هغه
انځور جوړونه هم ډیره عینی ده، نرودا هم لکه د نورو سترو شاعرانو په
څیر چې د ویلو لپاره یو څه لری، خپل شعر په اوهامو کی نه پیڅی نه هم
معما کی ور دننه کیږی، د دی لپاره چی لوستونکی هغه ته اهمیت لری او هغه
ته درناوی کوی.
هغه د خپلو خلکو په منځ
کی ژوند وکړ او د خپلو خلکو لپاره یی شعر ووایه او د هر شاعر غوښتنه له
دی پرته هیڅ نه وي.
ډیر
نومونه
هیڅ نارینه ځانته دا نوم
نشی ایښودلی چی:
پیتر؛
همداسی هیڅ ښځه ځانته:
روز یا ماری.
مونږ، ټول، شګی یو او
خاوری
مونږ، ټول، باران یو د
باران !
ماته یی له ونزویلایانو
نه وویل،
له پاراګویه یانو نه ،
له شیلیاییانو نه،
زه هیڅ نه پوهیږم چی دوی
څه وایی؛
زه یوازی،
د ځمکی پوټکی پیژنم
او پوهیږم چی هیڅ نوم
نلری!
No man can call himself Peter,
no woman Rose or Mary,
we are all sand or dust,
we are all rain in the rain.
They have told me of Venezuelas,
Paraguays and Chiles,
I don’t know what they’re talking about:
I know the skin of the Earth
and I know that it has no name.
د مستانو او د سین د
ښاپیری افسانه
ټول هغه نارینه هلته د
رود په غاړه ناست وو،
چی هغه ټوله لوڅه له اوبو
راووته؛
هغوی ټول نشه وو:
نو په
هغی یی لاړی تو کړی
هغه نوی له سین نه راغلی
وه،
په هیڅ نه پوهیده.
هغه یوه ښاپیری وه چی
خپله لار یی ورکه کړی وه.
د هغوی لاړی د دی له
مرمرین جسمه لاندی راغلی
او د هغی طلایی سینی یی
ککړی کړی
هغی اوښکی نه پیژندی،
نو ځکه یی ونه ژړل
جامی یی نه پیژندی،
نو
ځکه یی جامی نه درلودی
هغو د سګرټو په پاتی شونو
توره کړه
او له خندا نه په ځمکه تاویدل
هغی هیڅ ونه ویل
ځکه کومه ژبه یی نه
درلوده
د هغی سترګی د یو لری
مینی رنګ درلود،
دواړه مړوندونه یی له
یاقوتو جوړ وو
د هغی شونډی ورو وخوځیدی
خاموشه، په یو مرجانی رڼا
ناڅاپه له دروازی ووته،
سین ته لاړه او پاکه شوه؛
لکه سپینه تیګه د باران
بیرته شا ته یی ونه کتل
او په لمبا شوه، په لمبا
لاړه د هیڅ خواته، لاړه د
مرګ خواته.
Fable of
the Mermaid and the Drunks
From: ‘Estravagario’
All those men were there inside,
when she came in totally naked.
They had been drinking: they began to spit.
Newly come from the river, she knew nothing.
She was a mermaid who had lost her way.
The insults flowed down her gleaming flesh.
Obscenities drowned her golden breasts.
Not knowing tears, she did not weep tears.
Not knowing clothes, she did not have clothes.
They blackened her with burnt corks and cigarette stubs,
and rolled around laughing on the tavern floor.
She did not speak because she had no speech.
Her eyes were the colour of distant love,
her twin arms were made of white topaz.
Her lips moved, silent, in a coral light,
and suddenly she went out by that door.
Entering the river she was cleaned,
shining like a white stone in the rain,
and without looking back she swam again
swam towards emptiness, swam towards death.
کله چی زه مړ شوم، خپلو سترګو
ته، لاسونه ستا غواړم
زه ستا د ګرانو لاسونو هاغه
خولی او رڼا غواړم
په خپل ځان ستا د
لاسونو خوشبویی یو ځل بیا غواړم
چی زما ژوند یی بدل کړ، ستا د
مینی هاغه نرمتیا غواړم
زه غواړم چی ته ژوند وکړی، او
زه په انتظار کی ستا بیده شم.
غواړم چی ستا غوږونه، زما
«ستا د غوښتلو» آواز واوری
غواړم هاغه سمندر بوی کړی چی
زما او ستا د مینی بوی ورکوی
په هاغه شګو قدم ووهی
چی ما او تا به پری قدم واهه
زه هاغه مینه غواړم چی ما
ورته ژوند کاوه
له ټولو هرڅه نه ډیر زه له تا
سره مینه لرم
غواړم چی تازه شی له
ډیرو- ګلانو سره:
هر هغه څه په لاس راوړی چی
زما مینه یی درته لارښوونه کوی
چی، زما سیوری ستا د زلفو سره
یوځای سفر وکړی
چی، هر څه زما د سندری په دلیل پوه شي
When I
die, I want your hands on my eyes:
I want the light and the wheat of your beloved hands
to pass their freshness over me once more:
I want to feel the softness that changed my destiny.
I want
you to live while I wait for you, asleep.
I want your ears still to hear the wind, I want you
to sniff the sea's aroma that we loved together,
to continue to walk on the sand we walk on.
I want
what I love to continue to live,
and you whom I love and sang above everything else
to continue to flourish, full-flowered:
so that you can reach everything my love
directs you to,
so that my shadow can travel along in your hair,
so that everything can learn the reason for my song. |