د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » راپورونه » د مارچ اتمه: پرتې ستونزي او نوي هیلي

  

سید جلال

د مارچ اتمه: پرتې ستونزي او نوي هیلي

 

که داسي سوچ وکړو چې په نړۍ کې به دغه يا هغه پرمخ تللي هيواد په ټولنيز، اقتصادي او سياسي ډګرکې هيڅ کومه ستونزه نه لري، دابه غټه تيروتنه وي، ځکه چې په يوه ټولنه کې د ستونزو شته والي يا له منځه تلل نسبي بڼه لري او هيڅکله هم په ټوله نړۍ کې څوک نشي ويلاى چې دوي پخپل هيواد کې هيڅ ډول ستونزه نلري. بيا هم د ټولنپوهنې له نظره دا يوه بيل او اوږد بحث دی. له بلې خوا د ټولنې له پرمختګ سره او د زړوستونزو د له منځه وړلو سره جو خت له شرايطو سره سم نوې ستونزې هم را ولاړيږي، چې دا د نويو ستونزوله منځه وړل نوې لارې چارې لټول غواړي.

په هره بڼه، زموږ د هيواد په بې شميره ستونزوکې يوه هم د ژوندانه په ټولو ډګرونوکې د ښځو د حقونو ستونزه ده، چي د تاريخ په اوږدوکې يې ډيري لوړې ژورې او پړاونه ليدلي دي.

د ښځو نړيواله ورځ يادمارچ د مياشتي اتمه، که له يوې خواپه نړيواله کچه د نړۍ د ټولو ښځو او په تيره بيا د افغانستان د ښځو لپاره دډيرژر راتلونکې برياليتوب او ډاډيينې زيرې له ځانه سره لري ؟ خو له بله پلوه بايد دا واقعيتونه ومنوچې په دې لاره کې زموږپه هيواد کې او سنۍ پرتې ستونزي هم د ښځو او هم د با احساسه او درد منو نارينه ولپاره دپريشانۍ وړدي. په داسي حال کې چې د نړۍ پر مخ تللي هيوادونه د ژوندانه په ډير واو چتو پړاوونوکې قدم وهي، زموږ خلک هم ښځوته د هغو د حقونو دورکولو په هکله په سوچ کې او زړه نا زړه دي، کوم چي يونيم زرکاله پخوا د اسلام سپيڅلي دين په ډاګه ور پښلي دي. يايي هم په ځينو ټولنوکې يو دوه پيړۍ ياڅه ناڅه ايتا نوي کاله د مخه د ځينو پر مخ تللو قوانينو دلاري ترلاسه کړي دي.

همدااوس مهال هم له بده مرغه په زياتو کليوالي سيموکې زموږ خلک په دې خبره ټينګار کوي چي ښځه بايد د خپل ميړه د ټاکلو، دولورداخيستلو، د ځان دبرخليک، د ځان دزده کړې، د ځان لپاره ددندي د ټاکلو، د بې وخته واده ياکوژدې کولو، د «بدل» په نامه دوديدلو، له کوره بهر د کارکولو، د کومې خپلواکې لږ ياډيري پانګي ددرلودلو او داسي ځينې نوروکارونو لپاره له خپل پلار، ميړه، خوسر، مشرورور ياکله هم د کشر ورور په مخ کې هيځ هم ونه وايي او د هغې لپاره په پورته مواردوکې څه ويل او غو ښتل ډير يو لوى عيب او د شرم څخه ډک کار ګڼل کېږي.

که چيرته څوک د پورته يادو شوو ياداسې نورو حقونو په هکله کله ناکله کوم غږ او چت کړي، نود ښځې په تهديدیدلو، سپک ويلو، يا وهلو ټکولو پايله مومي. کله کله له دغو وړو او غټو شنحړو څخه راپيدا شوی تاوتريخوالی ددې سبب کرځې چې په کورنۍ  کې ښځه يا ټپي يا د  بدن کوم غړی له لاسه ورکړي او يا هم د مړینې، د ځان سوځولو يا ځان زيندۍ کولو سبب هم ګرځي.

هغه کسان او هغه  دکورنۍ مشران د خلکو په عام نظر کې ډير بريالي بلل کېږي، چي د دوي په کورونو او شخصي ژوند کې د دوي په مخ کې ښځي او يا هم ماشومان د حق د غوښتلو يا څه ويلو په نيت هيڅکله هم کوم آواز او چت نکړي.

کوم لاملونه داستونزي راولاړ وي؟

١. د زده کړې د کچې ټيټوالی د ډيروخلکو په آند دداسې ستونزو بنسټيز  لامل ګڼل کېږي. که چيرته د زده کړو په تيره بيا د لوړو زده کړو او مطالعې کچه په ټولنه کې پورته ولاړه شي، نوکېدای شي چې په آسانۍ سره موږ په دغه شان ستونز وباندې بريالي شو.

 

٢. اقتصادي او مالي نيمګړ تياوې.

٣. له ديني او مذهبي ويناو او ارشاداتو ځخه غلطې او ناسمې انګيرنې.

دوخت په تيريد لو سره د غو انګيرنو د ټولنې په ذهنيتونوکې خپلي ژورې ريښې ټينګي کړي دي، چې بيخي يې د ديني اصولو ځای نيولی دی، په داسې حال کې چې ژياتره هغه منفي رواجونه چې موږ په ځان باندې منلي دي او ور باندې عمل کوو، په اسلام کې  کوم اساسي  ځای هم کیدای شي و نه لري.

٤. د اوږ دې  مودې لپاره کورنۍ جګړې په ځانګړې توګه زمونږ د هيواد لپاره دوروسته پاتې کېدلو او بيلو ستونزو د زيږ يدلو يوبل مهم لامل دی. په دې ډول چې موږ د کور نيو او ږ دو جګړوله کبله نه يوازي نويو پر مختګونوته کومه لاره ونه ايستله، بلکې خپلي  شته  مادي او معنوي پانګې موهم له لاسه ورکړې.

٥. د حکومتونو بې وسي او بې پامي، چي له يوې خوايي ددي ټولنې د پوره نيمايي برخي (ښځو) د حقوقو د ژوندي کولو لپاره کومه سمه ستراتیژي نه ده در لودلي او له بلي خوايې په دې برخه کې کوم کلک او ټينګ ګامونه نه دي اخيستي.

په تيرو څو  دورو کې يولړ کارونه په دې برخه کې شوي دي. د مثال په توګه د «اماني خوځښت»  له پيل (١٩١٩) ځخه راپدې خوا د نوموړو او ځيني نورو مهمو ټکو لپاره  پام اړول شوې دی، چي په دې لړ کې د ښځو په ټولنيز ژواندانه کې تر ډيره ځايه څه بدلونونه راغلي دي. خو د حکومتونو د داخلي ستونزو او د دوي د لنډو دورو او په تيره بيا د پروګرامونو دنه عملي کېدلو په وجه د دوي په ژوندکې سراسري او اساسي بدلون نه دی راغلې چې د هغو دورو تر پای ته رسيدلو وروسته بيا هم دوام وکړای شي.

له بلي خوا دې پروګرامونو سره له نورونيمګړ تياو دهيواد په ګوټ ګوټ کې پراخوالي نه دی در لودلې او يوازې په څو محدودو  ښارونوکې بند پاتي شوي دي.

د نوي راتلونکې په لور  

د پورتنيو نيمګړ تياو او پرابلمونو له شته والي سره سره له نیکه مرغه تراوسه پورې زموږ داهيلې له منځه نه دي تللي، چې د لوی څښتن (ج) په مرسته به يوه ورځ دا ستونزي خامخاله منځه ځي. لکه څنګه چې وينو په ډيرو ښاري سيمو او څه ناڅه کليوالي سيموکې ددغسي خوځښتونو نښي نښانې تر سترګوکېږي، چې د اوس مهال لپاره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو پرمختګونوته  د بيګلې په توګه ګوته نيولای شو او لکه څنګه چي مومخکې وويل، ښونه او روزنه د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ترټولو  مهم او با ارزښته فکتور دی. خو ددې کار لپاره نور هم ډيرڅه کول په کار دي او لکه څنګه چې موږ وينو د نارينه هلکانو د پوهنې په برخه کې ډيرې ستونزې لرو، چې د ا  ستونزې د حقونو او ښځينه ښونځیو  په برخه کې څو برابره نورې هم زياتې دي.

بيا د ديني حقاني او ریښتونیو  پوهانو او همداشان د رسنيو رول د ټولنې د اصلاحي پروګرامونو په برخه کې ډير د پام وړدې. که چيري هغه پوره رسيدلي ديني پوهان د ټولنې پام له بې ځايه او خرافاتي برخو ځخه د اسلام د سپيڅلي دين اصلي او واقعي اصولوته واړوي، له يوې خواېه د اسلامي ټولنې په وړاندې ددوې دنده په ښه توګه تر سره شوي وي او له بلي خوابه زموږ خلک له هغو بې ځايه منفي دو دونو څخه چې د کلونو راهيسي ورسره لاس او ګرايوان دي، په امن وي.

د اښکاره خبره او د خوښۍ ځاي دی چې د رسنيو لخوا وخت په وخت د ښځو د روا حقونو دبير ته لاس ته راوړ لو لپاره خپرونې کېږي او نن ورځ د چاپي او ږ غيزو رسنیو له پراختيا سره جوخت د ښځينه دولتي او غير دولتي رسنيو شميره هم د پام وړ پر مختګ کړی دی، خو نظر په دې چې رسنۍ د خلکو غوږ ونوته د ښځو د آواز د رسولو ترټولو باارزښته او موثره وسيله ده، نوپکار دی چې ددولتي او نادولتي ارګانونو لخوا دوي ته نورې زياتې په زړه پورې سپارښتنې هم وشي، ترڅوچي خپل مهم رسالت د ټولني په وړاندي ترسره کړي.

په پاي کې بايد دا خبره په ډاګه کړو چې ددې ټولو وسيلو سره بيره ډير زيات مهم شی چې بې له هغه د ټولو با درده او خدمتګارو سرچينو زيارونه هيځ کوم ځای نه نيسي، هغه د هيواد د ښځو خپل تکل او هيڅې دي چې ددوې د بشيړو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره اړينې دي.  که موږ د مارچ د اتمې نيټې تاريخ ته وګورو، د ا تاريخي ورځ په نوره ټوله نړۍ کې د ښڅو په مبارزو پيل شوې ده او ددې موخي لاس ته راوړل يوې پراخي قلمي او سياسي مبارزې او همداشان زړه ورتياته ضرورت لري. پخپله ښځينه ليکوالانو، انځورګرو، شاعرانو، تمثيلونکو او د سياسي او غير سياسي سازمانونو غړوته پکارده چي په دې لاره کې سره همغږي او هدف ته تر رسید لو پورې غلي پاته نشي.

نن ورځ موږ د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې د خپل هيواد په حکومت کې، په پارلمان کې، په رسنيو کې، په پوهنتونونو او ښوونځيوکې، په نادولتي موسسوکې، په عامي روغتيا، شرکتو نو او تقريبا ټولو برخوکې د ښځينه تکړه او ځلانده شخصيتونو بيلکې لرو، چي د خپلو کارونو په ساحه کې د پوره وړ تيا خاوندانې دي نوموږته دا ډاډينه راکوي چې که دوې په همغږی سره د خپلونورو هيواد والو د حقونو دلاس ته راوړ لو لپاره هڅي وکړي، نو په پوره باور سره دا کارونه سرته رسولای شي.

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!