د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » راپورونه » کونړ ته سفر

  

محبوب الله محبوب

کونړ ته سفر

 

دسفرهدف :

۱ـ  دکونړ په دریو ښوونځیو کې دلومړي ځل لپاره دمدني ټولنې دښوونیزو دیوالي جریدو لګول .

 

۲ـ  دکونړد ولایت مقام ، عامه کتابتون ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ، معارف ریاست ، امنیه قومنداني او نورو ادارو ته دمدني ټولنې دمجلې او ښوونیزو لارښودونو ورسپارل .

 

۳ـ دکونړ پر فرهنګیانو دمدني ټولنې مجلې ویشل.

 

دسې شنبې پر سهار چې دروان کال دزمري يا اسد له لومړۍ نېټې سره براربره ده ، له جلال اباد نه دکونړ په لور وخوځېدو په دې سفر کې راسره په ننګرهار کې دمدني روزنې دڅانکې روزونکې ښاغلی سیف الله هم ملګری و. له جلال ابا د نه تر اسد اباده دموټر دوه ساعته لارده ، خو داسې لار نه ده چې څوک دې ستړي شي ، ځکه چې سړک دکونړ د سیند پرغاړه دی او دواړو  خواوو ته یې شنې درې او زرخېزې ځمکې دي چې په لیدو یې دانسان زړه تازه کېږي . داسد اباد ښار که څه هم وړوکی و خو بیا هم دخلکو ګڼه ګونه زیاته وه . له خپلې موخې سره سم موپه دریو ښوونځیوکې دلومړي ځل لپاره دمدني ټولنې ښوونیځې دیوالي جرید ې نصب کړلې ، داسد دمیاشتې مضامین مو په کې وځړول اود سنبلې هغه مود ښوونځیو مدیرانو ته وروسپارل . ښوونځیونومونه په لاندې ډول دي .

۱ـ دعمراخان لېسه :

۲ـ دبي بي فاطمې دنجونو لېسه :

۳ـ دکرهالې منځنی منځنی ښوونځی :

ددې ترڅنګ موهرښوونځي ته دمدني ټولنې څو څو ګڼې مجلې هم ورکړې او همدارنګه مو دخپل سفر په ترڅ کې دکونړله والي ښا غلي فضل لله واحدي  ، دعامه کتابتون امر ،د اطلاعاتو او فرهنګ ریس، د معارف ریس ، امنیه قومندان او نورو چارواکواو یوشمېر فرهنګیانو سره د کونړ په فرهنګي او پوهنیزه وضعه خبرې وکړې  او د مدني ټولنې مجلې او ښوونیزو لارښودونه ورسپارل چې ټولو چارواکو او فرهنګیانو په خپل وار دافغانستان دمدني ټولنې (مجتمع) نه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې  کونړ ته دافغانستان دمدني ټولنې (مجتمع) پاملرنه نوره هم زیاته شي دسفر په بای کې مو د همغې ورځې پر مازیګر بېرته دکابل په لور حرکت راوکړ.

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!