د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » راپورونه » د مدني روزنی د څانګې د ښوونیزې دورې بهیر

  

 

 

 

 

پام یونسي

په یو ګل سپرلی نه راځي

د مدني روزنی د څانګې د ښوونیزې دورې بهیر

 

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع د مدني روزنې څانګې د اسد د میاشتی په پنځلسمه چې د عیسوي کال د اګست د میاشتی له څلورمې سره سمون لري د ښوونکو د روزلو یو اووه ورځنې ورکشاپ یا ښوونیزه دوره  د ولایاتو څخه د روزنکو د روزنې په موخه ترسره کړ. 

دا ښوونیزه دوره د مدني روزنی دوهمه دوره ده چې د لومړنې لس میاشتنې دورې نه وروسته د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع لخوا په مخ بیول کیږي. دا ولایتی روزونکي د ښوونیزې دورې وروسته په خپلو ځانګړو ولایتونو کې د مدني ټولنې اړوند مضامینو په اړوند د پوهاوي ښوونیزې دورې په لار اچوي او په لرو پرتو سیمو کې خلک  دموکراتیکو نوښتونو څخه خبروي.

 انجینر عزیزالرحمن رفیعي په خپلې پیلامه وینا کې د ښوونکو څخه وغوښتل چې دوی ته یوه ډیره لوېه معنوي دنده ورسپارل شوی ده، او ځکه باید دوی دا معنوي دنده د افغانستان د ټولنیز ژوند د تغییر لپاره په غاړه واخلي« کله چې په افغانستان کې نور هیڅ څوک تغییر نشي راوستې، نه امریکایان ، نه نړیواله ټولنه، نو ځکه دا یوازې افغانان دي چې باید خپل لستوڼي را بډوهي او په افغانستان کې د تغییر راوستو لپاره له هیڅ ډول هڅې څخه سرغړونه ونه کړي او په ورین تندي دې مقدسې دندې ته غاړه کیږدي.»

ښوونیزه دوره د افغانستان د مدني روزنې د څانګې د سر ښوونکۍ اغلی فوزیه صمیمي لخوا پر مخ بیول کیږي. دا ولایتي روزونکي به د ښوونیزې دورې نه وروسته په ځینو ولایتونو لکه: د پکتیا ولایت کې ، په لغمان کې ، په فاریاب ، بدخشان ، په سمنګانو کې او په بامیانو کې خپل د پوهاوي ښوونیزې دورې په لار واچوي، دا دورې په پام کې دي چې د مدني روزنې په ډیرو مهمو موضوعاتو خلکو ته معلومات ورکړي، چې په هغه کې  د ښځو حقونه، اساسي قانون ، ملی شورا ، دموکراسي ، د ښارمن حقونه او داسې نور مهم او اړینې موضوعګانې شاملې د.

 د افغانستان د مدني روزنې څانګې په مخکینیو ښوونیزو دورو کې څلور ولایتونه په پام کې نیولي وو، په ټولیزه توګه یې په دغو ولایتونو کې تر ۲۰۰۰ تنو پورې وروزل او د مدني ښوونو په کورنۍ کې یې یوځای کړل، په دې دوره کې چې شپږ ولایتونه په نظر کې نیول شوي دي نو د مدني روزنې څانګه غواړي تر دې ډیر پوه خلک په سیمه ایزه کچه وروزي ، ځکه چې متل دی « په یو ګل سپرلې نه راځي» .

 « مونږ به په ډیره خوشالی دا ډیره درنه او په عین حال کې مهمه دنده په خپل ولایت

ګردیز کې په مخ بوځو، د پکتیا د ولایت ګردیز په ښار کې داسې روزنو ته ډیره سخته اړتیا لیدل کېږي » خوشحال غفوري د پکتیا د ولایت ښوونکي په خپلو څرګندونو کې وویل.

 دا افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع د مدني روزنې څانګې د خپلو نشراتي چینلونو څخه لکه: مجله ، ویب پاڼه او کتابونو له لارې غوښتي د پوهاوي دغه بهیر لا ګړندی کړي تر څو زمونږ دغه د خزان په اور لمبه هیواد ، چې په هره برخه کې ډیر کار او هڅو ته اړتیا لري ، د سپرلي په ګلونو ښکلی کړي. 

 

 د ښاغلي رفیعی په وینا دا بدلون؛ ټینګې ژمنې ، پخې ارادې او متین عزم ته اړتیا لري.

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!