|
د معلولیت لرونکو وګړو د بیا
ځواکمنولو تر عنوان لاندې یو تشریحي ورکشاپ
د افغانستان د مدني
ټولنې مجتمع د دادغوښتنې
(Advocacy)
څانګې
له لارې
د زمري د میاشتې په ۲۹ مه د دادغوښتنې د کمېټې
د غړو په پراخه مرسته د سویډن د کمېټې په مرکز
کې د دې کمېټې په مستقیمه همکارې په لار
واچول شو.
د ورکشاپ موخه دا وه چې په
دولت فشار واچول شي ترڅو رسماً د معلولیت
لرونکو وګړو د حقونو نړیوال میثاق ومنې او د
نړیوالې ټولنې سره دا تړون لاسلیک کړي.
په دې تشریحي ورکشاپ کې د
ښکېلو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو وزارت ، د
شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو او د
عدلیې د وزارت استازو ګډون درلود چې هر یو
بیلابیل د خپلو وزارتونو ځانګړې کړنې د
معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو په اړه وړاندې
کړې ، او خپل کلک ملاتړ یې د دې میثاق د
لاسلیکولو لپاره په ډاګه کړ. د دغو استازو په
وینا « یو لړ اقتصادي ستونزې » د دې لامل شوي
دي چې دغه قانون تر اوسه د دولت لخوا لاسلیک
نشي.
.JPG)
انجینیر عزیز رفیعي د
افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس په
څرګنده وویل چې « د افغانستان دولت د نویو
اصولو په بنیاد ولاړ دولت په صفت دا مکلفیت
لري چې دا کنوانسیون لاسلیک کړي » ښاغلي رفیعي
دا هم زیاته کړه چې په دې قانون کې څه تعلل او
کمې شته چې دولت نه غواړي دا میثاق امضاء کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دولت لا تر مخه د
بشر د حقونو میثاق د ده په وینا « د کوم شرط
پرته امضاء کړی دی»
.JPG)
ناویلې دې پاتې نه شي چې په دې
یو ورځنې تشریحي ورکشاپ کې د ولسي جرګې د
معلولینو د کمیسیون استازي ښا غلي عبدالباقي
بریال
او نفیسه سلطاني
هم ګډون کړی وو. ښاغلي باقي بریال دا ټینګار
وکړ چې هر هغه څوک که په جګړه کې او یا هم له
موره معلول زیږېدلې دی « معلول » دی ، او باید
د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ تعصب او توپیر
رامنځته نشي. ښاغلي بریال دا هم څرګنده کړه چې
معلولیت لرونکې هرچیرې معلولیت لرونکې دی او
باید د هغو ترمنځ سیاسي توپیر ته لمن ونه وهل
شي ، معلولین ټول انسانان دي او د بشر د حقوقو
په رڼا کې د یو انسان حقوق ورته هرومرو ورکړل
شي. په ټولیزه توګه دا نظر تایید شو چې « د
جنګي او طبیعي معلولیت لرونکو ترمنځ دې تبعیض
له منځه ولاړ شي.»
د سویډن د کمېټې مشرښاغلي
اندرزفنګا هم په خپلې وینا کې د سویډن د هیواد
د مرستو څخه ډاډ ورکړ ، د سویډن کمیته یوازې د
معلولیت لرونکو وګړو د بیاځواکمنولو لپاره د
افغانستان په ډیرو ولایتونو کې تر ۵۰۰ شاوخوا
کارکونکي لري او د معلولینو د کمېټې د مشر په
وینا دوی د هیواد په څه د پاڅه ۱۵۰۰ کلیو کې د
معلولینو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي، ده دا
هم څرګنده کړه چې د دې کنوانسیون یا میثاق د
لاسلیکولو برسیره باید د خلکو تر منځ د دې
میثاق لپاره عامه پوهاوې هم لوړ شي ، خلک د
معلولیت لرونکو وګړو په حقوقو پوه شي او خپل
ورځني او کورني ژوند کې د یو لارښود په توګه
ترې ګټه پورته کړي.

په ورکشاپ کې دا ټینګار وشو چې
باید په دولت کې د ښکېلو ډلو ترمنځ همغږي
رامنځته شي او د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو
په اعاده کې کار وکړي. د دولت څخه راغلو
استازو دا په ډاګه وویل چې دولت هم د دې
میثاق د لاسلیک لپاره خپل ځینې شرطونه او
ستونزې لري نو ځکه به په دې میثاق کې کیدای شی
تعدیلات وضع شي ، خو زمونږ ټنګار به دا وي چې
د معلولینو حضور او مشوره په دې تعدیلاتو کې
ضروري امر وشمیرل شي. « معلولیت لرونکو وګړو
ته باید فریب ورنه کړل شي » خو دا نظر د مدني
ټولنې د استازو لخوا رد شو او وویل شول چې «
افغانستان اقتصادي ستونزه نه لري بلکې مدیریتي
ستونزې لري» دولت نه شي کولې د هیواد په
میلیونونو مرستې په پرځای ځایونو کې مصرف
کړي.
همداسې ښاغلي رفیعي د
افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس په شپږو
ټکو کې یو وړاندیز په لاندې توګه ګډونوالوته
بیان کړ:
-
د دولت او معلولیت لرونکو
وګړو ترمنځ دې د عامه پوهاوي یو میکانیزم
رامنځته شي.
-
د دولت او مدني ټولنې
ترمنځ د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو په
اړوند یو ازګانیک تړون رامنځته شی.
-
یوه ټولنیزه اجتماعي طرحه
چې د تطبیق وړ وي رامنځته شي.
-
د صحي او تعلیمي
پروګرامونو لپاره باید دولت د بهرنیو
مرستو څخه ګټه واخلي
-
د معلولو وګړو لپاره د
پیاوړتیا یو پروګرام تر لاس لاندې شي.
-
د تجربو یو سکرتریت یا
استازیتوب دې رامنځته شي چې د ورته
هیوادونو د تجاربو څخه ګټه واخستل شي.
.JPG)
د ورکشاپ په ترڅ کې د ورکشاپ د
مسوولینو لخوا د میثاق په مادو رڼا واچول شوه
او همداسې د بنګله دیش د هیواد د ورکشاپ له
تجربو څخه هم یوه توضیحي برخه ګډونوالو ته
وړاندې شوه. دا هم وویل شول چې په دې میثاق کې
۵۰ مادې موجودې دي او تر اوسه ۱۰۰ هیوادونو دا
میثاق لاسلیک کړې دی.
د ملګرو ملتونو د څیړنو په
اساس په نړې کې ۸۰ په سلو کې معلولین په مخ په
پراختیا هیوادونو کې ژوند کوي. چې له ډیرو
سختو ستونزو سره مخ دي ، د سویډن د کمېټې د
مشر ښاغلي اندرزفنګا په وینا « په دې هیوادونو
کې د معلولیت لرونکو وګړو ژوند کول په ریښتیا
اتلولي ده»
ورکشاپ د یوې اعلامیې په
خپرولو پای ته ورسید په اعلامیه کې هم راغلي
دي چې:
-
دولت باید د معلولیت
لرونکو وکړو حق پرځای کړي او دا میثاق
لاسلیک کړي. او د میثاق ټول احکام د دولت
په ټولو مقررو، قوانینو ، لوایحو او
کړنلارو کې شامل کړي.
-
په اعلامیه کې دا هم غوښتل
شوي چې ځینې لایقه او د شرایطو وړ معلولیت
لرونکي په وزارتونو او مستقلو نهادونو کې
د رهبري په مقام کې مقرر شي.
-
دولت باید د معلولینو د
معیشیت ، کار ، صحت، تحصیل او د تقاعد
حقوق د معلولینو د امتیازونو د قانون په
رڼا کې د تبعیض پرته اجراء کړي ، او دا یې
مکلفیت دی.
-
دولت په دې مکلف دی چې د
معلولو وګړو د تحقیر او توحین جدي مخنیوی
وکړي.
-
مستقلې ادارې ، وزارتونه ،
ملګري ملتونه ، نړیوال سازمانونه او
غیردولتي جوړښتونه، تصدیانې او نور باید د
معلولینو د معیشت د ښه والي لپاره همغږي
او همکار شي.
-
د معلولیت لرونکو وګړو د
دادغوښتنې
Advocacy
کمیټـه
دې
باید د ریاست جمهوري تر ډګره د افغانستان
د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې رامنځته شي.
-
د معلولیت لرونکو وکړو
ټولې ډلې د اساسي قانون ، مقررو ، اصولو
او د هیواد د نافذه قوانینو په رعایت مکلف
دي.
|