د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع

د مجما کړنلار په افغانستان کې د مدنی ټولنې پراختیا او ځواکمني ده!

مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما          مجما

مطالبو څخه د ګټی اخیستنی لار:

 

تاسو د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې د نوم په ذكرولو كولى شې د دې ويب پاڼې د مطالبو او انځورونو څخه ګټه واخلئ!

 

مدني ټولنه څه ده؟
  • مدني ټولنه د ټولنیزو اړیکو او نظرونو حوزه ده جې د دولت او کورنیو بر منځ قرار لري، د هغو فعالیتونو استازیتوب کوي چې له زورزیاتي پرته تر سره شي او سوله ایزو ګډو موخوپه چورلیز راڅرخي.

  • مدني ټولنه د بیلابیلو مدني ټولنو او فعالانو څخه جوړه ده چې د اداری جوړښت، استقلال او ځواکمنتوب له نظره سره توپیر لري.

  • مدني ټولنه د خپلې ځانګړتیا په پام کې نیولو سره د سولې په لاره کې ځانګړی ارزښت لري.

         تاسو دلته یاست: لمړی مخ » راپورونه » ټولنیز قرار داد

  

 

 

 

نبی تدبیر

ټولنیز قرار داد

 

پوهان ټولنيز قرارداد د ډيموكراسۍ له بنسټيزو مفاهيمو څخه يو مفهوم ګڼي چې د سياسي نظام بنسټ جوړوي.

د ټولنيز قرارداد د نظريې په اساس هغه وضعيت چې انسانانو د دولت تر پيدايښت پخوا درلود د " طبيعي وضع" په نامه يادېدو.

خو انسانانو د حكومت تر ايجاد وروسته تازه وضعيت وموند چې هغه ته " مدني وضعيت" وايي.

ليدل كېږي چې هغه څه چې مدني وضعيت له طبيعي وضعيت څخه جلا كوي هغه حكومت دى.

په دې ځاى كې دا پوښتنه رامنځته كېږي چې انسانانو څنګه د دولت رامنځته كول وكړاى شول او له طبيعي وضعيت څخه مدني وضعيت ته راواوښتل.

د ټولنيز قرارداد نظريه وركوونكي په دې اند دي چې دا واټن  انسانانو د يو قرارداد او عمومي توافق پر بنسټ وكړاى شول چې د حكومت په جوړولو لاس پورې كړي.

د هغوى له نظره حكومت په خپله د انسانانو د ټولنيز توافق په نتيجه كې تر لاسه شوى دى.

حسين بشيريه د سياسي پوهې د زده كړې په كتاب كې ليكي چې : " په ټولنيز قرارداد كې ټول توافق كوي چې د حق له موجوديت څخه د يو شخص له توان سره سم او يا له خپل ذاتي حقه تېرېدل د خپل قدرت په تكيه سره په خپله صرف نظر وكړي او داحق درې شخص يعنې حاكم ته وسپاري. نو حاكم كولى شي د دې مهم د ترسره كولو له پاره، له خپل هر ډول قدرته كار واخلي. البته كيدى شي چې حاكم يو فرد، يوه ډله او يا د خلكو يوه ټولنه وي. "

هغه د دې په دوام سره ليكي: " په طبيعي وضع كې د طبيعي قانون د جرا له پاره كومه مشخصه دستګاه وجود نه لري. نو خلك د قرارداد، قدرت او حق له مخې د قانون پلي كېدل فرد يا ډلې ته سپاري او په همدې توګه حكومت تاسيس كېږي."

ټولنيز ژوند ته اړتيا، د ټولنيز قرارداد بنسټ جوړوي. د دې له پاره چې انسانان نه شي كولى په يوازېتوب سره ژوند وكړي. همدا راز نه شي كولى چې په يوازېتوب خپلې ټولې اړتياوې پوره كړي او له خپل ځانه دفاع وكړي نو يو ټولنيز قرارداد ته ورداخلېږي او خپل واكونه او ارده د دولت په نامه بنسټ ته ورسپاري.

په دې ځاى كې كه چېرته دولت د خلكو د ارادې تجسم وي، نو دا اراده په دې دليل دولت ته وركول كېږي چې د خلكو له ازادۍ او مالكيت څه ملاتړ وكړي.

له همدې كبله كه چېرته دولت د خلكو پر وړاندې خپلې دندې ترسره نه كړي او يا نه غواړي ترسره يې كړي نو خلك حق لري چې له دې قرارداده ووځي. يعنى د دولت په وړاندې مقابله وكړي او بدل يې كړي.

 

عام رضايت او منل

 

د ډيموكراسۍ په نظام كې د حكومت تبعيت شعوري دى. بايد خلك په خوښى د حكومت تابعيت وكړي. ډيموكراسي له هغه تبعيت سره چې په خوښۍ نه وي نه يوازې دا چې موافقه نه ده؛ بلكې كلكه مخالفه يې ده. كه چېرته د حكومت كړنې د خلكو له رضايت سره همغږې نه وي، هغه حكومت د ډيموكراسۍ په اصولو نه دى ولاړ. حتى نن ورځ د حكومتونو مشروعيت د خلكو د رضايت له مخې سنجوي.

كه چېرته يو انتخابي حكومت هم ونه شي كړاى چې خلكو ته خدمت وكړي او د خلكو د نارضايتۍ لامل وګرځي، نو په دې صورت كې بايد ټولپوښتنه وكړي چې ايا خلك غواړي چې حكومت په همدې ډول خپل كار ته دوام وركړي او كنه؟ له همدې لامله د ځينو هېوادونو په اساسي قانون كې په داسې ځايونو كې د ټولپوښتنې له پاره لارې خلاصې دي.

ځكه چې ډيموكراسي د خلكو له رضايت پرته كوم مفهوم نه لري. هغه مشروعيت چې د خلكو د رضايت پر بنسټ ولاړ وي كلكه او بنسټيزه ډيموكراسي راولي نن ورځ  د خلكو د رضايت او ملاتړ پر بنسټ د حكومتونو قوت او ځواك د سنجيده حكومتونو له ارزښتونو څخه ګڼل كېږي.

 

مدني برابري

 

ټول انسانان د يوډول ارزښتونو درلودونكي دي. هيڅ انسان پر نورو د انساني ارزښت له مخې كوم لوړاوى نه لري.

په انساني تعاليمو كې په دې ارزښت ډېر ټينګار شوى دى. لوى خداى په قران كريم كې انسانان سره برابر ګڼلي دي او د الله په نزد تر ټولو غوره يې ځان ساتونكي (پرهېزګاران) دي.

ډيموكراسي له انسانانو سره د دومخي چلند مخالفه ده  او د انسانانو د سياسي او حقوقي برابرۍ صل د ډيموكراسۍ د اصولو له پايې څخه شمېرل كېږي. ټول انسانان د انسانيت په حكم كې سره برابر دي. په سياسي توګه د برابرۍ اصالت په دې مفهوم دى چې وګړي (شهروندان) د قانون، حقونو او ازادۍ له نظره سره برابر دي.

په ډېموكراسۍ كې وګړي (شهروندان) بايد لږ تر لږه په حقونو كې سره برابر وي. خو بايد دې ټكي ته پام وشي چې د ډيموكراسۍ په قانون كې د انسانانو برابري په اقتصاد كې د برابرۍ په مفهوم نه ده؛ بلكې په ډېموكراسۍ كې برابر په فرصتونو كې سره برابري ده او په قانون كې له هر ډول تبعيض پرته سره برابري ده. انسانان د بېلابېلو استعدادونو څښتنان دي  او نه شو كولى چې د استعداد له نظره دوى سره برابر يا مساوي كړي، خو مهمه دا ده چې بايد د انسانانو له پاره يو برابر حقوقي او قانوني زمينې سره برابرې رامنځته كړي.

 

 

قانون او قانون پالنه

 

ډيموكراسي په قانون او قانونمندۍ ولاړ نظام دى. خو په ډيموكراسۍ كې قانون د خلكو په اراده او غوښتنو ولاړ دى، نه د حكامو په غوښتنه چې وغواړي خپله اراده او غوښتنه پر خلكو وتپي. په ډيموكراسۍ كې چې كله قانون د خلكو په غوښتنه جوړېږي، نو هغوى هغه خپل ګڼلى قانون نه يوازې دا چې په خپل اختيار او پوهې ترې پيروي كوي؛ بلكې د حكومت له خوا يې د پلي كېدو د څرنګوالي څارنه هم كوي.

په ډيموكراسۍ كې د قوانينو او له هغې جملې د اساسي قانون له وضعه كولو څخه منظور دا دى چې منتخب مقامات او د خلكو منتخب استازي په غير قانوني او نامشروع اقداماتو لاس پورې نه كړي. ځكه كيداى شي هغوى د مقاماتو يا د استازو په نامه وغواړي د قانون له دايرې څخه هاخوا پښې وباسي او له پلي كېدو يې خپلې اوږې خالي كړي.

له همدې لامله د ډيموكراسۍ په نظام كې اساسي قانون د انتخابوونكو او انتخاب شويو تر منځ د كنټرول او تنظيم اړيكه ټينګوي.

د دې له پاره چې دا اړيكه يوه متحوله اړيكه ده نو د ډيموكراسۍ په نظام كې اساسي قانون هم كولى شي تغير ميندونكى وي.

يعنې كله چې خلك خپلې نوې غوښتنې وړاندې كوي په اساسي قانون كې هم د تجديد نظر او تعديل كار مطرح كېږي.

ښارمني (شهروندي)

  

د ښارمنۍ (شهروندۍ) شان د عمده حقونو څخه د برخمن كېدو په مفهوم دى. دغه عمده حقونه لكه د بيان ازادي، د قانون پر وړاندې برابري، د اجتماع حق او نور بې له دې چې طبقاتي، جنسي، نژادي او نورو ته پاملرنه وشي.

د وګړي (شهروند) د سياسي - ټولنيز مفهوم په اړه د وګړي (شهروند) د حقونو په لارښود كې په تفصيل سره بحث شوى دى كولى شئ هغه ته مراجعه وكړئ.

 

د خلكو حاكميت

 

په ډيموكراسۍ كې حاكميت له خلكو سره تړاو لري. ډيموكراټيك حكومتونه خپل مشروعيت د خلكو له ارادې څخه لاسته راوړي. ځكه چې خلك په خپله اراده حكومتونه رامنځته كوي، نو دا حق كولى شي چې حكومت ته هم تغير وركړي.

د خلكو حاكميت د ډيموكراسۍ له اصولو څخه يو اصل دى. د خلكو حاكميت په دې مفهوم دى چې حكومتونه خپل اقتدار د خلكو د غوښتنو او رضايت څخه تر لاسه كوي. هماغسې چې ويل شوي دي په دې صورت كې خلك د حكومت د بدلولو تغير هم لري.

تیره پاڼه

 


د افغانستان د مدني ټولیې مجتمعې د ویب پاڼې د لاښه لیدلو لپاره د خپل کمپیوتر پاڼه ۷۶۸×۱۰۲۴ سره سمه کړﺉ او د IE۶ بروسر څخه ګټه واخلۍ!